ځينې ايالتونه په پلان کې لري چې د ايالتي منلو پرواګرمونه (Landesaufnahmeprogramme) پلي کړي او له مخې يې له افغانستان څخه ځينې تر ګواښ لاندې کسان ومني. د يادونې وړ ده چې دا ډول ايالتي پروګرامونه بايد د داخله چارو وزارت له لوري تصويب شي.
که دا پروګرامونه ومنل شی، بيا ښايي د ځانګړو تر ګواښ لاندې کسانو راوستل شوني شي. که څوک غواړي د خپلې کورنۍ غړي د دې پروګرامونو له لارې راوغواړي، بايد ټول لګښتونه يې خپله ورکړي او خپله هم په اړوند ايالت کې واوسي. ځکه نو دا کس بايد کافي عايد ولري، څو وکړای شي د راغوښتل کېدونکو کسانو د ژوند، خوړو او درملنې لګښتونه ورکړي. په دې اړه تر اوسه نور مالومات نشته.
تر اوسه لاندې مالومات شته:
برلين
د ۲۰۲۱ کال د دسمبر مياشتې په ۱۴مه نېټه د افغانانو د منلو پروګرام تصويب کړ. په برلين کې د اوسېدونکو افغانانو د کورنيو غړي کولای شي تر ځانګړو شرطونو لاندې برلين ته راشي. البته په برلين کې اوسېدونکی کس بايد د دوی د ټول لګښتونه پر خپله غاړه واخلي. له بلې خوا بايد په برلين کې اوسېدونکی کس بايد د استوګنې اجازه ولري. په دې اړه لا هم نور جزئيات نشته.
له نورو پروګرامونو پرته، برلين ايالت غواړي هر کال سل تر ګواښ لاندې کسان جرمني ته راولي. د دې خلکو غوره کول له UNHCR او IOM سره په ګډه ترسره کيږي. په دې اړه لا هم نور مالومات او جزئيات نشته.
برېمن
برېمن ايالت هم د ۲۰۲۱ کال د دسمبر مياشتې په ۲۱مه نېټه د افغانانو د منلو پروګرام تصويب کړ. په برېمن کې د اوسېدونکو افغانانو د کورنيو غړي کولای شي تر ځانګړو شرطونو لاندې برېمن ته راشي. البته په برلين کې اوسېدونکی کس بايد د دوی د ټول لګښتونه پر خپله غاړه واخلي. په دې اړه لا هم نور جزئيات نشته.
د نورو ايالتونو په اړه لا هم مالومات نشته.