که څوک د جرمني د استوګنې معتبره اجازه او يا د جرمني معتبره ويزه ولري، کولای شي د افغانستان په ګاونډيو هېوادونو کې د جرمني له سفارتونو سره اړيکه ونیسي. سفارتونه به بيا له تاسې سره مرسته وکړي څو جرمني ته راشئ. د يادونې وړ ده چې د افغانستان په د ننه کې جرمني له تاسې سره مرسته نه شي کولای. د جرمني د سفارتونو پتې او د اړيکو شمېرې د بهرنيو چارو وزارت پر وېبسایټ (auswaertiges-amt.de) موندلای شئ.
که غواړئ له افغانستان څخه ګاونډيو هېوادونو ته ولاړ شئ، تر سرحدونو پورې پر لار يوازې ياست او دا مالومه نه ده چې پر پوله به د تېرېدو اجازه درکړل شي او که نه. ښه به وي چې دې اړه بشپړ مالومات ترلاسه کړئ.
په بېړنيو حالتونو کې د جرمني له بهرنيو چارو له وزارت سره پر (۰۰۴۹۳۰۵۰۰۰۱۰۰۰) شمېره اړیکه ونیسئ او يا پر (040-krise19@diplo.de) پته برېښناليک ورولېږئ.
مهم: که د استوګنې اجازې وخت مو مخ پر ختمېدو وي، بايد سملاسي خپلې اړونده اوسلنډربېهورده ادارې ته يو برېښناليک وليکئ او خپل حالت ورته روښانه کړئ. دوی ته څرګنده کړئ چې اوس مهال په افغانستان کې بند پاته ياست او د خپلې استوګنې اجازې د وخت غځولو غوښتنه ورنه وکړئ. که دا کار ونه کړئ، د استوګنې اجازې وخت او اعتبار مو ختميږي.