په جرمني کې د پناغوښتنې پروسيجر

څنګه کولای شم په جرمني کې د پنا غوښتنه وکړم؟

دلته موږ د {videoservice} د منځپانګې لرونکي يو. د نورو مالوماتو لپاره {socialhintlink_end}(دلته){socialhintlink_begin} کلېک وکړئ.

د پنا غوښتنې په پروسه کې پرېکړه کيږي چې چا ته په جرمني کې پنا ورکړل شي او که نه. د پنا غوښتنې د پروسې څرنګوالی په قانون کې روښانه شوی دی. د پناغوښتنې پروسه له بېلابېلو پړاوونو تېريږي: د پنا غوښتنې عريضه، د دوبلين مقرراتو ارزونه، مرکه، پرېکړه. په رسمي ډول د پنا غوښتنې پروسه د پنا له غوښتنې له عريضې سره سمه پیليږي. د پنا غوښتنې له عريضې وړاندې بايد بايد د پنا غوښتونکي په توګه ځان راجستر کړئ. دې پړاو ته د پنا غوښتنه وايي. د پنا غوښتنې د پروسيجر لنډيز د بمف پر وېبسایټ (bamf.de) هم موندلای شئ.

پاملرنه: د کورونا وايروس د خپرېدو له کبله د پنا غوښتنه يوازې په ليکلي ډول ممکنه ده. جرمني ته له رارسېدو او په کمپ کې له ثبتېدو وروسته هر کس ته د رارسېدو د ثبوت سند او د پنا غوښتنې فورمه ورکول کيږي. دا فورمه بايد ډکه شي او په پای کې يې لاسليک وشي. وروسته بيادا فورمه د مهاجرت او کډوالۍ د فدرالي ادارې يا بمف اړوندې څانګې ته د ثبوت د رارسېدو له سند سره يوځای لېږل کيږي. بمف به د دې فورمو له ترلاسه کولو او ارزولو وروسته تاسې ته ځواب راوليږي. مخامخ انټرويو د حالاتو تر ښه کېدلو پورې نه کيږي. لا زيات مالومات د (bamf.de) پر وېبسایټ موندلای شئ. 


يادونه: د پناغوښتنې پخوانيو بشپړو شوو قضيو ته د ځوابونو ورکول دوام لري. اوس بمف بېرته د منفي ځوابونو لېږل پیل کړي دي. خپل پوست بکس په دوامدار ډول وګورئ او که ځواب مو منفي وي؛ له وکيل يا پروازول ادارې سره اړيکه ونيسئ.

د پنا غوښتنې پروسه څه ډول پر مخ ځي؟

د پنا غوښتنه او ثبتېدل

د پناغوښتنې عريضه

د دوبلين ارزونه

مرکه یا انټرويو

د مرکې پر مهال کومې پوښتنې کيږي؟

د پناغوښتنې په اړه پرېکړه - ځواب

که لا مو د پناغوښتنې پروسه روانه وي؛ بايد ډېرو نورو قوانينو او محدوديتونو ته هم پام وکړئ. دا قوانين او محدوديتونه د ټولو هغو کسانو لپاره دي چې د اوسېدلو د ثبوت سند (Ankunftsnachweis) يا د استوګنې د اجازې سندونه (Aufenthaltsgestattung) لري.

مهم

که د پناغوښتنې د پروسې پر مهال له يوه کوره بل ته کډه وکړئ او يا د اوسېدو ځای بدل کړئ؛ خامخا بمف (BAMF) ته د خپلې پتې په اړه خبر ورکړئ. که دا کار ونه کړئ؛ ښايي ځينې مهم پوسټونه او د ملاقات وختونه له لاسه ورکړئ.