د زغمل شوې استوګنې اجازه يا (Duldung) له قبولۍ وروسته د اجازې په شان د اوسېدو معمول اجازه نه ده بلکې يو لنډمهالی سند دی چې په جرمني کې د يوې ټاکل شوې مودې استوګنې لپاره تاسې ته درکول کيږي. هغه کسان چې دا سند ترلاسه کوي؛ کولای شي په دې سند کې د نښه شوې مودې په دوران کې په جرمني کې په قانوني ډول پاته شي. د استوګنې دا ډول اجازه يوازې د يو څو ورځو، اونيو يا مياشتو لپاره ورکول کيږي. که د دې اجازې له پای ته رسېدو وروسته هم اړوند خنډونه پر ځای وي؛ ښايي د نور وخت لپاره بيا وغځول شي.
ډولډونګ يا د زغمل شوې استوګنې اجازه
د ډولډونګ لرونکو کسانو برخليک به څه وي؟
د زغمل شوې استوګنې سند يا ډولډونګ په معمول ډول د استوګنې قانون د ۶۰ الف مادې له مخې هغو کسانو ته ورکول کيږي چې له جرمني وتلو ته اړ وي خو ايستل يا ډيپورټ يې د لنډ وخت لپاره د ځينو خنډونو يا په جرمني کې د پاته کېدو د اړتيا د دلايلو له کبله ناشونی وي. د ډيپورټ پر وړاندې خنډونه ښايي د ناروغۍ درلودل يا د اړينو سندونو د نه شتون په شان نور لاملونه وي. د پاته کېدلو نور قانوني دليلونه ښايي د حرفوي زدهکړو پیلول يا د ضروري درملنې پروسه او يا دې ورته بل څه وي.
د ۶۰ الف مادې له مخې د ډولډونګ تر څنګ د ډولډونګ ځينې نور ډولونه هم شته. له دې ډلې اوسبيلډونګزډولډونګ او کاري يا بشېفتيګونګزډولډونګ يادولای شو. د دې ډولډونګونو ترلاسه کولو لپاره بايد ځانګړي شرطونه پوره شي. په دې اړه لا زيات مالومات زموږ په مالوماتي څپرکيو اوسبيلډونګزډولډونګ او کاري يا بشېفتيګونګزډولډونګ کې لوستلای شئ.
د ډولډونګ (Duldung) په اړه مهمې پوښتنې او ځوابونه
مهم
هغه کسان چې د پاسپورت نه درلودلو له کبله ډولډونګ ترلاسه کوي او د پاسپورت ترلاسه کولو هڅه هم نه کوي، د استوګنې قانون د ۶۰ ب مادې له مخې (د بېهويته کسانو لپاره ډولډونګ) يا ډولډونګ لایت (Duldung light) ترلاسه کوي. د دې ډولډونګ لرونکي کسان ښايي له ډېرو شيانو بېبرخې شي. په دې اړه نور مالومات زموږ په راتلونکي مالوماتي څپرکي کې لوستلای شئ.په ۲۰۱۹ کال کې د ډولډونګ لرونکو او رد شوو پناغوښتونکو په اړه نوي قوانين تصويب شول. دا قوانين د ۲۰۲۰ کال د جنوري مياشتې له لومړۍ نېټې وروسته پلي کيږي.