د کورنۍ د غړو په راوستلو کې د استوګنې اجازې درلودل مهم دي. د دې تر څنګ ځينې نور مقررات هم پلي کيږي.
- که د مهاجرو د خونديتوب يا پناغوښتنې حق (د جينوا کنوانسيون له مخې) مو ترلاسه کړی وي، کولای شئ خپله کورنۍ يا د کورنۍ غړي جرمني ته راوغواړئ. په بله وينا، د درې کالونو لپاره قبول شوي کسان کولای شي د خپلې کورنۍ غړي جرمني ته راوغواړي.
- که فرعي خونديتوب (subsidiär Schutz) مو ترلاسه کړی وي؛ کولای شئ د کورنۍ د غړو د راوستلو لپاره غوښتنليک وړاندې کړئ، خو د قبلېدلو لپاره يې پرېکړه د چارواکو په لاس کې ده او نه منلو په صورت کې د دعوې حق نه لرئ. اوس مهال له دې ډلې هره مياشت يوازې زر کسان د کورنۍ د غړو د يوځای کېدلو د پروګرام له مخې جرمني ته راتللی شي. هغه کورنۍ چې د ډېر وخت لپاره يو له بله جلا شوې وي؛ واړه ماشومان ولري او يا يې کوم غړی ناروغ وي؛ د ويزې لپاره لومړيتوب ورکول کيږي. البته که د کورنۍ غړي په جرمني ژبه خبرې وکړای شي او په جرمني کې د خپل ژوند لګښتونه خپله ورکړي، ښايي په اړه يې مثبته پرېکړه وشي.
- که چا پر ډيپورټ د بنديز له مخې د استوګنې اجازه ترلاسه کړې وي، يوازې هغه وخت کولای شي د کورنۍ د غړو راوستلو غوښتنه وکړي چې د استوګنې اجازه يې له يوه کال زياته وي. له دې پرته بايد بل داسې دليل هم موجود وي چې له مخې يې د دوی د غوښتنې منل توجیه شي؛ د بېلګې په توګه په کورنۍ کې يې څوک سخت ناروغ وي او يا له ځانګړي ګواښ سره مخ وي. البته بيا هم اوسلنډربېهورده کولای شي ستاسې غوښتنه رد کړي.