هغه کسان چې د مهاجر په توګه پېژندل شوي وي او يا يې د پنا حق ترلاسه کړی وي؛ د استوګنې د دايمي اجازې ترلاسه کولو لپاره بايد لاندې شرايط پوره کړي:
- دوی بايد له جابسنټر يا سوسيال څخه هېڅ يا لږ مرسته ترلاسه کړي. په دې مانا چې دوی بايد د خپل ژوند د لګښتونو ډېره برخه خپله پوره کړي. دا چې څوک له جابسنټر يا سوسيال څخه د څومره مرستې ترلاسه کولو اجازه لري؛ په هر ايالت کې له بل سره توپير کوي. د ډېرو مالوماتو لپاره د خپلې سيمې اوسلنډربېهورده ادارې يا يوه مشورتي مرکز ته ورشئ.
- له دريو کالوو وروسته د جرمني ژبې د C1 سند درلودل؛ که له پينځو کالونو وروسته د اوسېدو د مودې د تمديد غوښتنه کوئ؛ A2 سند بسنه کوي.
- د ځان او کورنۍ د غړو لپاره د اوسېدو د کافي ځای درلودل بل شرط دی. د کور د مساحت اندازه هم په هر ايالت کې توپير کوي. د ډېرو مالوماتو لپاره د خپلې سيمې اوسلنډربېهورده ادارې يا يوه مشورتي مرکز ته ورشئ.
- تاسې بايد روغتيايي بيمه ولرئ.
- په برياليتوب د بلدتيا (Orientierungskurs) کورس بشپړول هم له دې شرطونو يو دی.
- بايد کومه جرمي سابقه ونه لرئ.
- لږ تر لږه د دريو يا پينځو کالو لپاره د استوګنې اجازه (د پناغوښتنې د پروسيجر د مودې په ګډون) بل لازمي شرط دی.
- ستاسې د خونديتوب د په رسميت پېژندلو لپاره دلايل بايد لا هم د توجیه وړ وي.
هغه کسان چې فرعي خونديتوب يا په ډيپورټ د بنديز له حقه برخمن شوي وي؛ بايد يو څه زيات شرطونه پوره کړي. د بېلګې په ډول دوی بايد له دولته هېڅ مالي مرسته ترلاسه نه کړي او لږ تر لږه د ۶۰ مياشتو لپاره يې د تقاعد بيمه (Rentenversicherung) ورکړې وي.