په عمومي هغه کسان د (REAG/GARP) مرستې ترلاسه کوي چې له جرمني نه د وتلو لپاره په خپله د سفر لګښتونه ورنه کړای شي. د دې تر څنګ لاندې کسان کولای شي د مالي ملاتړ غوښتنه وکړي:
- د پناغوښتنې پروسه يې روانه دي؛ د ډولډونګ يا زغمل شوې استوګنې اجازه ولري او يا هم د جرمني پرېښوولو ته اړ شوي وي؛ که چېرې د خپلې پنا غوښتنه لغوه کړي او يا له قانوني ګامونو تېر شي؛
- د جينوا کنوانسيون له مخې د مهاجر په توګه پېژندل شوی وي او په جرمني کې د اوسېدو اجازه ولري؛
- په جرمني کې د سياسي ـ بشري دلايلو يا نړيوالو قوانيونو له مخې د اوسېدو اجازه ولري؛
- د جبري بدلمنۍ يا انساني قاچاق قرباني وي (د اروپايي ټولنې استوګن هم په دې کتهګورۍ کې راځي).
په ياد مو وي چې له جرمني په خپله خوښه د ستنېدلو لپاره د پاسپورت په شان د سفر قانوني اسنادو او پر پوله د اوښتلو سند (Grenzübertrittsbescheinigung) ته اړتيا ده. دا سند د جرمني د بهرنيانو چارو ادارې (Ausläderbehörde) له لوري ورکول کيږي. دا سند بايد په سرحد کې مامورينو ته ښکاره کړئ څو د وتلو اجازه درکړل شي. که داسې درېيم هېواد ته تګ غواړئ چې تاسې مني نو بايد داسې مهاجرتي ويزه ولرئ چې هلته د دايمي يا اوږدمهاله اوسېدو اجازه درکړي. دا ويزه بايد د تګ له ورځې وروسته لږ تر لږه د يوه کال لپاره معتبره وي.