ډېر وخت برېښنا د کرايې د قرارداد برخه نه وي او بايد پیسې يې بېلې ورکړل شي. د برېښنا لپاره بايد بېل تړون وشي او د برېښنا له وړاندې کوونکو شرکتونو سره بايډ اړيکه ونيول شي. د برېښنا لپاره بېلابېل شرکتونه او بيې شته او تاسې کولای شئ له منځه يې ارزانه هغه غوره کړئ. د (Check24) په شان وېبسایټونو کې دا ډول شرکتونه او بېلابېلې بيې کتلای شئ. کله چې د خپلې خوښې شرکت ومومئ؛ کولای شئ له هغو سره د انټرنېټ له لارې په انلاين ډول ځان ثبت کړئ. دا شرکت به له تاسې د برېښنا مېتر د اوسنۍ شمېرې په اړه وپوښتي. دا شمېره په خپله مېتر کې او يا د کرايې د تړون لاسليک پر مهال د تسليمۍ اړونده سندونو کې موندلای شئ.
که پخلی يا د اوبو ګرمول په ګاز کيږي؛ د هغه لپاره هم يو شرکت موندلای شئ. د کور خاوند يا کرايه ورکوونکی به تاسې ته په دې اړه مالومات درکړي. د ګاز د بيو پرتله کولو لپاره هم پورته ياد شوی وېبسایټ کارولای شئ.
یادونه: د برېښنا يا ګاز له قرارداد وروسته د دې خدمتونو وړاندې کوونکي هره مياشت ستاسې له اکونټ څخه يوه مالومه اندازه پیسې ګرځوي. د دې پیسو کچه تخميني ده. د دې مانا دا ده چې په کال کې يو ځل ستاسې د لګښتونو او ورکړل شوو پیسو ارزونه کيږي. که پیسې مو له لګښته زياتې وي؛ بېرته درکول کيږي او که کمې وي؛ ښايي نورې هم وغوښتل شي. د دې لپاره چې ستاسې د اوسني لګښت اندازه مالومه شي؛ د برېښنا شرکت به له تاسې سره اړيکه ونيسي څو د برېښنا مېتر وګوري او د لګښت شمېره يې واخلي.