په جرمني کې زېږېدلو ماشومانو ته هغه وخت د جرمني تابعيت ورکول کيږي چې له والدينو يې لږ تر لږه يو په همدې وخت کې د جرمني تابعيت ولري او يا له اتو کالو راهيسې په جرمني کې په قانوني ډول (rechtmäßig) اوسيږي او د استوګنې دايمي اجازه لري. د قانوني اوسېدو مانا دا ده چې اړوند کس بايد په ټوله ياده شوې موده کې د استوګنې اجازه درلودلې وي. په دې اتو کالونو کې د پنا غوښتنې د پروسې موده هم حسابيږي خو په دې شرط چې د پروسې په پای کې قبولي يا د استوګنې اجازه ترلاسه شي.
ماشومان کولای شي د جرمني له تابعيت سره سره د خپلو والدينو د هېواد تابعيت هم ولري.
يادونه: که د ماشوم والدينو واده نه وي سره کړی او يوازې د ماشوم پلار د جرمني تابعيت ولري (يا له اتو کالو راهيسې په جرمني کې له قبولۍ سره اوسيږي او اوس د استوګنې دايمي اجازه لري)؛ دا پلار بايد په رسمي ډول د ماشوم د پلار په توګه وپېژندل شي څو ماشوم ته هم د جرمني تابعيت ورکړل شي.
که مور او پلار دواړه دا شرطونه پوره نه کړي؛ ماشوم ته به سملاسي جرمني تابعيت ورنه کړل شي.
مهم: د بېوطنه يا بېهويته ماشومانو لپاره د جرمني تابعيت ترلاسه کولو شرطونه جلا دي:
- ماشوم بايد له زېږېدو وروسته بېهويته ثبت شوی وي.
- ماشوم بايد په جرمني کې يا د جرمني اړوند په يوه الوتکه يا بېړۍ کې زېږېدلی وي.
- ماشوم بايد لږ تر لږه له ۵ کالو راهیسې په قانوني ډول د جرمني استوګن وي.
- ماشوم بايد له پينځو کالو زيات په بند کې نه وي پاته شوی.
- له خپلې ۲۱ کلنۍ وړاندې د جرمني د تابعيت ترلاسه کولو غوښتنه وکړي.