ټول هغه کسان چې د مامور يا کارکوونکي په توګه کار کوي او يا دنده لري؛ د معاش د ماليې په درجو يا کلاسونو (Lohnsteuerklassen) کې راځي. د ماليې درجه له کار ورکوونکي سره مرسته کوي چې ستاسې ماليه محاسبه کړي. د دې درجو له مخې مالوميږي چې تاسې ته له معاشه څومره خالص (netto) پاته کيږي او څومره پیسې مو د ماليې ادارې ته ځي. په عمومي ډول د ماليې ۶ درجې يا کلاسونه شته او د ماليې اداره هر چا ته له دې شپږو يوه درجه ځانګړې کوي.
دا چې تاسې ته د ماليې کومه درجه درکول کيږي؛ له ځينو عواملو سره اړه لري:
- د ماليې لومړۍ درجه (Steuerklasse I): دا درجه د مجردو کسانو لپاره ده. په دې ډله کې ټول هغه کسان راځي چې ناواده شوي وي؛ بېل ژوند کوي او يا يې د ژوند ملګری/ملګرې مړه شوې وي (يوه استثنا شته او هغه په درېيمه درجه کې روښانه شوې ده).
- د ماليې دوهمه درجه (Steuerklasse II): په دوهمه درجه کې هغه ميندې يا پلرونه راځي چې له خپل ماشوم يا ماشومانو سره يوازې اوسيږي. په دې ډله کې هغه ناواده شوي ميندې او پلرونه او هغه کسان هم شامل دي چې د ماشومانو ونډه (Kinderfreibetrag) او يا د ماشومانو پیسې (Kindergeld) ترلاسه کوي او په کور کې له بل لوی کس پرته يوازې اوسيږي. دې کتهګورۍ يا درجې ته يوازې هغه وخت داخلېدای شئ چې په تېر کال کې ورته برابر شوي ياست. له دې پرته بايد د ماليې ادارې ته دا فورمه ډکه کړئ او په دې درجه کې د شاملېدو غوښتنه وکړئ.
- د ماليې درېيمه درجه (Steuerklasse III): دا درجه د هغو کسانو لپاره ده چې مېرمن يا مېړه يې وفات شوي وي او د هغوی د وفات او يوه بل کال لپاره پکې شاملېدای شي. واده شوې جوړې دا کتهګوري هغه وخت غوره کولای شي چې له دوی يو يې کار ونه کړي او يا ډېر لږ عايد ولري. د لږ عايد لرونکې جوړه به په اتومات ډول په پينځمه کتهګورۍ کې راشي.
- د ماليې څلورمه درجه (Steuerklasse IV): دا د واده شوو جوړو يا واده شوو همجنسو کسانو لپاره سټنډرډ کتهګوري ده. که واده وکړئ؛ سملاسي به په دې درجه کې شامل شئ. د ماليې دا کتهګوري هغه مهال ښه ده چې دواړه کسان يو ډول عايد ولري.
- د ماليې پينځمه درجه (Steuerklasse V): د ماليې د درېيمې درجې په مقابل کې: هغه واده شوي کسان چې يو يې درېيمه کتهګوري غوره کوي؛ بل يې په دې کتهګورۍ کې راځي.
- د ماليې شپږمه درجه (Steuerklasse VI): که څوک د خپلې دندې تر څنګ بله يا نورې نيمهوخته دندې (Nebenjob) هم ولري؛ په دې درجه کې راځي.
که مدني يا د ژوند حالت مو بدل شي؛ د ماليې کلاس مو هم بدليږي. د بېلګې په ډول که څوک د خپل ژوند له ملګري/ملګرې طلاق واخلي يا بېل شي؛ واده وکړي؛ د ژوند ملګری/ملګرې يې مړه شي؛ ماشوم يې نړۍ ته راشي او يا د خپلې دندې تر څنګ بله نيمهوخته دنده واخلي؛ د ماليې درجه يې بدليږي.
که چا واده کړی وي؛ په اړه يې ځانګړی قانون پلی کيږي. دوی کولای شي د ماليې د درجو تر منځ خپله غوراوی وکړي او په دې ډول له ډېرې ماليې ځان وژغوري. دا کار هغه وخت ګټور دی چې له دواړو کسانو يو يې ډېر او بل لږ عايد ولري. دا چې ستاسې لپاره کوم کلاسونه غوره دي؛ ستاسې د ماليې مشاور يا د معاش د ماليې مرستندويه اتحاديه (Lohnsteuerhilfeverein) درته ویلای شي. پر (Lohnsteuerhilfeverein Vereinigte Lohnsteuerhilfe e.V.) وېبسایت د ماليې د سيستم يو عمومي انځور او همدا شان د درجو د محاسبې ماشينحساب موندلای شئ. د ماليې د کلاس يا درجې بدلولو لپاره يوه انلاين فورمه هم شته چې له ډکولو وروسته يې د ماليې ادارې (Finanzamt) ته لېږلای شئ.
په ياد مو وي چې د ماليې درجه په کال کې يوازې يو ځل بدلولای شئ او وروستۍ نېټه يې د نومبر مياشتې ۳۰مه ده.
يادونه: ازاد کارکوونکي د معاش ماليه نه ورکوي خو پر ځای يې د عايد ماليه (Einkommenssteuer) پرې کوي. له همدې کبله دوی د ماليې په کلاسونو يا درجو کې نه راځي. البته که د ژوند ملګری يا ملګرې مو دنده لري يا کار کوي؛ تاسې هم د ماليې په درجو کې راتلای شئ.