- تاسې کولای شئ د ځان لپاره يوه دايه يا هېبامه (Hebamme) ولټوئ. دا دايه به د امېدوارۍ پر مهال او له زېږون وروسته له تاسې سره د ماشوم په پاللو کې مرسته وکړي او مشورې به درکړي. دا پالندويانې د امېدوارۍ او نويو زېږېدلو ماشومانو په پاللو کې تخصص لري. د پاللو لپاره د هېبامې لګښتونه ستاسې د بيمې شرکت ورکوي. په خپل شاوخوا کې د دې ډول يوې پالندويې يا دايې موندلو لپاره (Hebammensuche.de) وېبسایټ ته ورتللای شئ. البته له خپلې ډاکټرې يا ډاکټر څخه هم د يوې ښې هېبامې په اړه پوښتنه کولای شئ. د هېبامې موندلو لپاره لټون ښه وختي پیل کړئ څو بيا له ستونزو سره مخ نه شئ.
- په خپل شاوخوا کې د زېږون لپاره يو کلينک (Geburtsklinik) يا زېږنتون (Geburtshaus) ولټوئ څو بيا هلته خپل ماشوم نړۍ ته راوړئ. زېږنتونونه د دايو له لوري چلول کيږي او د روغتونو په پرتله راحت او شخصي وي. البته د سختې يا خطرناکې امېدوارۍ (Risikoschwangerschaft) پر مهال بيا کلينيک يا روغتون غوره دی. تاسې کولای شئ له وخت مخکې ګڼ روغتونونه او زېږنتونونه وګورئ او د خدمتونو او آسانتياوو په اړه يې پوښتنې وکړئ.
- که غواړئ د زېږون په اړه ډېر مالومات ترسره کړئ او ځان ښه ورته تيار کړئ؛ کولای شئ د زېږون د تياري په کورسونو کې ګډون وکړئ. د دې کورسونو لګښتونه هم د بيمې شرکتونه ورکوي. له خپلې دايې يا ډاکټرې/ډاکټر وپوښتئ چې دا ډول کورسونه چېرته موندلای شئ. ځينې کورسونه يوازې د ميندو لپاره او ځينې نور بيا يوازې د پلرونو او يا دواړو لپاره وي. په دې کورسونو کې د سا اخستلو تمرينونه او د استراحت تخنيکونه زده کولای شئ. همدا شان هلته د زېږون په اړه ستاسې نورو پوښتنو ته هم ځوابونه ویل کيږي.
- که څوک د کار کولو پر مهال امېدواره شي؛ د مورولۍ پیسو (Mutterschaftsgeld) اخستلو حق لري. د دې پیسو ترلاسه کولو لپاره بايد له زېږون اووه اونۍ مخکې د بيمې شرکت ته غوښتنليک ولېږئ. د دې کار لپاره له خپل ډاکټر/ډاکټرې څخه د زېږون د اټکلي نېټې په اړه يوه تاييدليک ته اړتيا لرئ. دا تاييدليک بايد د بيمې شرکت ته ولېږل شي. که څوک نيمهوخت کار ولري او يا يې بيمه شخصي وي؛ د دې پیسو کمه برخه ترلاسه کوي. په دې حالاتو کې بايد د بيمو له فدرالي ادارې (Bundesversicherungsamt) څخه د دې پیسو ترلاسه کولو غوښتنه وکړئ. د دې کار لپاره کولای شئ دلته نښلول شوی فورم ډک کړئ او له پورته ياد شوي تاييدليک سره يې د بيمو فدرالي ادارې ته ولېږئ.
- که د ماشوم پلار، د ماشوم له زېږېدو سملاسي وروسته د پلارولۍ رخصت (Elternzeit) اخستل غواړي؛ بايد خپل رئيس يا شرکت ته لږ تر لږه له زېږون اووه اونۍ وړاندې خبر ورکړي.
- که مور خپله غواړي له زېږون سملاسي وروسته رخصت واخلي؛ بايد له زېږون لږ تر لږه يوه اونۍ وړاندې خپل رئيس يا شرکت ته خبر ورکړي.
- که د ماشوم مور او پلار يو له بل سره واده نه وي کړی؛ د ماشوم پلار کولای شي د پلارولۍ (Vaterschaft) د سند غوښتنه وکړي. يو کس يوازې هغه وخت د ماشوم ساتلو حق لري چې د پلارولۍ سند يې رسمي شي. همدا شان یوازې د دې سند له مخې ماشوم ته د پلار په شان د یوه هېواد تابعيت ورکول کيږي. د يادونې وړ ده چې د پلارولۍ سند ترلاسه کول وړيا دي. د دې سند ترلاسه کولو لپاره بايد مور او پلار دواړه د خپلې سيمې اړوند د ماشومانو چارو ادارې (Jugendamt) ته ورشي. دې ادارې ته د تګ پر مهال بايد د ماشوم مور خپل اوسوایس، موټاپاس او د زېږېدنې سند يا تذکره له ځان سره ولري. د بهرنيو هېوادونو د اوسېدونکو د زېږېدنې سند يا تذکره بايد د يوه رسمي ژباړن په مرسته، جرمني ژبې ته وژباړل شي. که څوک غواړي دا سند د ماشوم له زېږون وروسته ترلاسه کړي؛ د دې سندونو تر څنګ بايد د ماشوم د زېږېدنې سند هم ځان سره یوسئ. که څوک دا سندونه ونه لري؛ د اصولو له مخې د پلارولۍ سند نه شي ترلاسه کولای. په داسې حالاتو کې ښه ده چې له مشورتي دفتر يا وکیل سره اړيکه ونيسئ. مشورتي دفترونه د پروازول پر وېبسایټ موندلای شئ. پر (www.rechtsberaterkonferenz.de) وېبسایټ کولای شئ په خپله سيمه کې يو داسې وکيل ومومئ چې د کډوالو په چارو کې تخصص لري.