په جرمني کې د موټر چلولو لپاره د اصولو له مخې د جرمني يا اروپايي ټولنې د کوم بل غړي هېواد د ډرېورۍ لايسنس ته اړتيا ده. له دې پرته د درېيمو هېوادونو لایسنس په جرمني کې له ثبت وروسته یوازې د شپږو مياشتو لپاره معتبر دی. دا موده په جرمني کې ستاسې له لومړي ځل ثبتېدلو وروسته پیل کيږي او کولای شئ د لومړيو شپږو مياشتو لپاره د خپل هېواد په لايسنس موټر وچلوئ. په ياد مو وي چې د موټر چلولو پر مهال بايد تل خپل لايسنس او د هغه ژباړل شوې کاپي له ځان سره ولرئ. دا کاپي بايد د يوه معتبر جرمني يا بينالملي کلب، ستاسې په هېواد کې د يوې معتبرې سرچينې او يا باوري او تاييد شوي ژباړونکي له لوري ژباړل شوی وي. يو باوري ژباړن پر (bdue.de) وېبسایټ موندلای شئ. د لاندې هېوادونو د لايسنس ژباړلو ته اړتيا نشته: ایسلنډ، ليښتنشتاين، ناروې، اندورا، هانککانګ، موناکو، نوی زیلند، سان مارينو، سويس او سنېګال. همدا شان د بينالمللي لايسنس ژباړلو ته اړتيا نشته.
له يادو شوو شپږ مياشتو وروسته بايد خپل لاېسنس په جرمني معادل لاېسنس بدل (Umschreibung) کړئ. د جرمني په لاېسنس د بل هېواد د لاېسنس بدلولو شرايط د هر هېواد لپاره توپير کوي.
که جرمني ته يوازې د ليدو لپاره راځئ؛ کولای شئ د خپل هېواد په لایسنس ډرېوري وکړئ. البته هغه کسان چې د جرمني له قانون سره سم د موټر چلولو عمر ته نه وي رسېدلي؛ دا اجازه نه لري. د خپل لاینسس د اعتبار او نورو ورته موضوعاتو په اړه د ترانسپورت او ډيجيټل زېربنا فدرالي وزارت پر وېبسایټ ډېر مالومات موندلای شئ.
يادونه: د پناغوښتنې د پروسې پر مهال مو د لایسنس په ګډون ټول سندونه له بمف سره پاته کيږي. دا سندونه هغه وخت ترلاسه کولای شئ چې د پنا غوښتنې پروسه مو بشپړه شي. په دې موده کې له لایسنس پرته د موټر چلولو اجازه نه لرئ.