د شخصي مسؤوليت بيمه (Haftpflichtversicherung) اختياري ده او له مهمو اختياري بيمو ګڼل کيږي. دا بيمه هغه لګښتونه ورکوي چې ستاسې له لوري د بل چا مال ته په زيان رسولو پېښيږي. د بېلګې په ډول که تاسې په خپل بایسکېل د بل چا موټر خط کړئ؛ يا د يوه ټکر باعث شئ؛ ښايي ټپي يا متضرر کس د ډېر تاوان غوښتنه وکړي. دا تاوان ښايي ډېر زيات وي او ښايي ستاسې اوسېدل او ژوند ګډوډ کړي. ځکه خو دا بيمه ښه ده او د هر زيان تاوان به يې دا بيمه پرې کړي. پر دې د پاسه دا بيمه کولای شي تاسې ته بل چا له لوري د داسې زيان غوښتنې په مقابل کې قانوني خونديتوب درکړي چې تاسې نه وي پېښ کړی. ستاسې ماشومان او واړه کورني حيوانات هم د دې بيمې تر چتر لاندې راځي. د بېلګې په ډول که ستاسې ماشوم د بل ماشوم د لوبو کوم شی مات کړي؛ تاوان به يې ستاسې بيمه ورکړي. د غټو سپيانو او آسانو په شان د غټو کورنيو حيواناتو لپاره ځانګړې بيمه شته. په دې اړه لا زيات مالومات زموږ په بل څپرکي (کورني ژوي) کې ولولئ.
د مسؤوليت د بيمې د اخستلو پر مهال د هغې زيانونو د جبيرې د کچې په اړه خپله پرېکړه کولای شئ. د جرمني د مصرفوونکو مرکز (Verbraucherzentrale) تر پنځه ميليونه يورو پورې د بيمې اخستلو سپارښتنه کوي. د دې کچې له ټاکلو وروسته به هغه پیسې مالومې شي چې بايد تاسې يې په مياشتني يا کلني ډول ورکړئ. د ۵ ميليونه يور زيان له جبران سره بايد په کال کې ۵۰ تر ۸۰ يورو ورکړئ. د مصرفوونو مرکز د مسؤوليت د بيمې د سيستم په اړه په دې ويډيو کې مالومات درکوي. همدا شان کولای شئ له دې مرکز څخه مخامخ هم مشوره واخلئ. د پرتلې د وېبسایټ (Vergleichportal Check24) په مرسته کولای شئ د ځان لپاره تر ټولو غوره بيمه خوښه کړئ.