د بافوګ تر لاسه کول، په جرمني کې ستاسې د استوګنې له حالت، د زدهکړو له سندونو او عمر سره اړه لري:
عمر:
د لسانس لپاره د بافوګ غوښتلو پر مهال مو بايد عمر له ۳۰ او د ماسټرۍ لپاره له ۳۵ کالونو زيات نه وي. البته په ځانګړو حالاتو کې ځينې استثناوې هم په پام کې نيول کيږي. د بېلګې، په ډول که په خپل وطن کې د خرابو حالاتو له کبله زدهکړې نيمګړې پاته شوې وي او يا په جرمني کې د ابيتور له بشپړولو وروسته سملاسي لوړې زدهکړې پیل کول غواړئ؛ د عمر محدودیت په استثنايي ډول ځنډېدلای شي. په دې اړه زيات مالومات پر (bafög.de) او (intez.de) وېبسایټ موندلای شئ.
د استوګنې اجازه:
په عمومي ډول هغه کسان چې په جرمني کې د استوګنې قانوني اجازه ولري او دلته ثبت وي، د بافوګ ترلاسه کولو مستحق بلل کيږي. که جرمني ته په تحصيلي ويزا ((§16b Aufenthaltsgesetz) راغلي ياست، بافوګ نه درکول کيږي. د بافوګ اړوند په اتمه ماده کې په دې اړه نور مالومات هم لوستلای شئ.
هغه کسان چې جرمني ته د کډوال په توګه راغلي وي، د بافوګ ترلاسه کولو لپاره ځانګړي قوانين ورباندې پلي کيږي:
· که د جرمني د اساسي قانون د ۱۶الف مادې له مخې مو سياسي پنا تر لاسه کړې وي؛ يا مو د پناغوښتنې قانون د دريمې مادې له مخې د کډوالۍ او يا هم د همدې قانون د ۴مې مادې له مخې د فرعي خونديتوب حق تر لاسه کړی وي؛ کولای شئ په جرمني کې د بافوګ غوښتنه وکړئ.
· که د استوګنې قانون د شپېتمې مادې د پنځم او اووم بند مطابق مو ډيپورټ ځنډول شوی وي؛ ډولډونګ مو ترلاسه کړی وي اويا دلته د خپلې کورنۍ له غړو سره تازه یوځای شوي ياست، جرمني ته له راتګ ۱۵ مياشتې وروسته د بافوګ تر لاسه کولو غوښتنه کولای شئ. که په لومړيو ۱۵ مياشتو کې زدهکړې پیل کړئ، د پناغوښتونک لپاره له مالي مرستو (Asylbewerberleistungen) برخمن کېږئ.
· که د پناغوښتنې پروسه مو لا روانه وي او ځواب يې نه وي راغلی، د بافوګ تر لاسه کولو وړ نه ګڼل کېږئ خو کولای شئ د زدهکړو په دوران کې هم د پناغوښتونکو لپاره مالي مرسته ترلاسه کړئ. د يادونې وړ ده چې له قبولۍ سمسلاسي وروسته د پناغوښتونکو لپاره مالي مرسته بنديږي. د محصل په توګه تاسې ته د جابسنټر مرسته هم نه درکول کيږي. له همدې کبله غوره ده چې وخت لا د بافوګ لپاره د (Vorabentscheid) غوښتنه وکړئ
تر اوسه د ترسره شوو زدهکړو سندونه
که پخوا مو په بهر کې زدهکړې کړې وي او اوس غواړئ په جرمني کې ادامه ورکړئ، د لاندې شرطونو له پوره کولو سره بافوګ ترلاسه کولای شئ:
- په بهر کې مو ترسره کړې لوړې زدهکړې دلته په جرمني کې له لوړو زدهکړو سره معادل (institutionell gleichwertig) نه ګڼل کيږي. د بېلګې په توګه که چا د شپې يا نيمه وخت پوهنتون لوستی وي او يا لوړو زدهکړو له ۳ کالونو لږ وخت نيولی وي او يا يې هم داسې لوړې زدهکړې کړې وي چې د شاملېدو لپاره د ۱۲م ټولګي د فراغت سندونو ته اړتيا نه لري.
- که يوازې لسانس ولرئ او اوس غواړئ ماسټري واخلئ.
- په بهر کې مو لوړې زدهکړې نه وي بشپړې کړې او اوس غواړئ دلته په جرمني کې دوام ورکړئ. د يادونې وړ ده چې که غواړئ په بله څانګه کې زدهکړې وکړئ، ښايي خبره يو څه پېچلې شي. په دې اړه نور مالومات لاندې ولولئ.
- په بهر کې له بشپړو شوو زدهکړو سره نه شئ کولای چې په جرمني کې اکاډميکه دنده ومومئ خو په خپل هېواد کې مو مو له دې سندونو سره اکاډميکه دنده ترلاسه کولای شوای او د زدهکړو پر مهال مو دا فرصت نه درلود چې د بافوګ د اتمې مادې له مخې، د استوګنې له يادوو شوو اجازو سره سم په بهر يا جرمني کې زدهکړه وکړئ.
مهم: يوازې هغه محصلان بافوګ ترلاسه کولای شي چې له د دوکتورا له کچې ټيټې زدهکړې ترسره کوي. په دې توګه يوازې د لسانس، ماسټرۍ، دولتي ازموينې (Staatsexamen) او دوهګونو زدهکړو (duales Studium) لپاره بافوګ ترلاسه کړئ. که غواړئ دوکتورا واخلئ، بايد د تمويل لپاره يې نور فرصتونه ولټوئ.
د تمويل د نورو فرصتونو او د کډوالو لپاره د استثناوو په اړه نور مالومات د( INTEZ e.V) ادارې د بافوګ له لارښود څخه ترلاسه کولای شئ. ځينې وخت د بافوګ غوښتنه له کوم ځانګړي دليل پرته رديږي، ځکه نو ښه ده چې په خپلو حقونو وپوهېږئ. په دې اړه ياد شوی لارښوود مرسته کولای شي. که د بهرنيو سندونو يا د زدهکړو څانګې د بدلون له کبله مو د بافوګ غوښتنه رد شي، کولای شئ له يادې شوې ادارې سره پر ([email protected]) برېښناليک اړيکه ونيسئ.