د تياري په ډېرو کورسونو کې د جرمني ژبې د مهارتونو د پياوړي کولو درسونه درکول کيږي. د اصولو له مخې ستاسې بايد مخکې له مخکې د (A2/B1) په کچه جرمني ژبه زده وي. په دې کورسونو کې د ورځنيو خبرو اترو لپاره د ژبې تر څنګ د کار لپاره هم مسلکي جرمني ژبه زده کولای شئ. همدا شان د کار د بازار او د اوسبیلډونګ د سيستم په اړه هم مالومات درکول کيږي.
څوک له ما سره د اوسبیلډونګ په موندلو کې مرسته کوي؟
څوک له ما سره د اوسبیلډونګ په موندلو کې مرسته کوي؟
د اوسبیلډونګ لپاره د يوه ځای موندل په معمول ډول يو څه ستونزمن دي. پلټونکي بايد ډېر وخت د دې کار لپاره د جرمني ژبې د زدهکړې په شان ځينې معيارونه پوره کړي. همدا شان ښايي په اړونده څانګه کې د پرکيتکوم د ترسره کولو پوښتنه هم وشي. دا کسان د غوښتنليک وړاندې کولو او انټرويو پر مهال ښايي له نورو کسانو سره په سيالۍ کې راشي. که څوک دا کارونه ونه شي کړای؛ ښايي په آسانۍ د اوسبیلډونګ مارکېټ ته لار پيدا نه کړي.
دا چې ډېری کډوالو ته د اوسبیلډونګ موندل سخت دي؛ په جرمني کې ډېرې مرستندويې ادارې او بنسټونه شته چې په دې برخه کې مرسته کوي. په دې دفترونو کې ډېر يې د تيارۍ د کورسونو په ګډون د مخامخ مشورې، روزنې او لارښوونې په شان بېلابېل وړانديزونه لري.
په څه بايد وپوهېږم؟
مهم
د يوه اوسبيلډونګ له بشپړولو سره تاسې په يوه مسلکي کارکوونکي (qualifizierte Fachkraft) بدلېږئ. په جرمني کې مسلکي کارکوونکو ته ډېره اړتيا ده او د غير مسلکي کارکوونکو په پرتله د يو شان کار لپاره ډېر معاش ورکول کيږي. د دې تر څنګ د اوسبيلډونګ په مرسته د استوګنې اوږدمهاله اجازه هم ترلاسه کولای شئ.