د عمومي برابرۍ قانون (AGG) له مخې په جرمني کې ښځې او نارينه يو برابر ګڼل کيږي. که څه هم د ښځو يوه ستره برخه له له نرانو سره مساوي يا تر هغو لوړ تحصيلي مدارک لري؛ بيا هم د جرمني په اجرائيه څوکيو کمې ښځې کار کوي.
د دې لپاره چې د رهبرۍ په څوکيو کې د ښځو ونډه زياته شي؛ په اجرايي منصبونو کې د ښځو او نارينهوو د برابر ګډون قانون (FüPoG) د ۲۰۱۵ کال د مارچ له مياشتې پلی کيږي. د دې قانون له مخې سترې کمپنۍ بايد د دوی په څارونکو کمېټو، د رييسانو په بورډونو او د عالي مديريت په پوسټونو کې د ښځو نسبت زيات کړي. د ښځو د ونډې په نامه دا هدف له بېلابېلو لارو ترلاسه کيږي او لا يې هم په اړه ګرم بحثونه کيږي. د دې قانون له معرفي کېدو وروسته په اړونده برخو کې د ښځو نسبت يو څه لوړ شوی دی.
په سياسي ډګر کې هم دې ته ورته حالت دی. په دې برخه کې هم د ښځو ونډه کمه ده. که څه هم جرمنی يوه ښځينه لومړۍ وزيره (انګلا مرکل) لري خو په ټوليز ډول په سياسي ډګر کې، په ځانګړې توګه په سيمهييزه کچه ښځې د نارينهوو په پرتله لږ برخه لري. د جرمني سياسي ګوندونه د ښځو د ونډې د موضوع په اړه بېلابېلې کړنلارې لري. ځينې ګوندونه د ښځو لپاره ثابتې ونډې لري. په ټوليز ډول په سياسي ډګر کې هڅه کيږي څو د ښځو او په ټولنيزو او اقتصادي برخو کې د هغوی د ګډون ملاتړ وشي.
که څوک د له جنسيتي تبعيض سره مخ شي؛ کولای شي د تبعيض ضد ادارې سره د ۰۳۰۱۸۵۵۵۱۸۵۵ شمېرې له لارې مشوره تر لاسه کړي او يا په خپله سيمه کې د دې ادارې د وېبسایټ له لارې مشورتي دفتر ومومي.