که تاسې خپله يا بل څوک له ګواښ سره مخ وي، کولای شئ د پوليسو ۱۱۰ شمېرې ته زنګ ووهئ. دې شمېرې ته زنګ وهل وړيا دي. په دې اړه نور مالومات زموږ په بل مالوماتي څپرکي (پوليس) کې لوستلای شئ.
په جرمني کې بېړنی حالت
په بېړنيو حالتونو کې له چا سره اړيکه نيولای شم؟
بېړني حالتونه هر وخت او په هر ځای کې رامنځته کېدای شي. که چېرې خلک، ژوي او يا بل څه له ګواښ سره مخ وي، بېړنی حالت (Notfall) ورته ويل کيږي. خو پوښتنه دا ده چې په بېړنيو حالتونو کې له چا سره اړيکه نيولای شم؟ څوک له موږ سره مرسته کوي؟ دلته په دې اړه مالومات درکوو. د يادونې وړ ده چې د بېړنيو حالتونو د اړيکو څانګې کارکوونکي په جرمني ژبه خبرې کوي خو ځينې په انګليسي او نورو ژبو هم خپله ستونزه حلولای شئ. البته د دې خبرې ضمانت نشته او ښايي مقابل کس يوازې په جرمني ژبه خبرې وکړي. که په خپله په جرمني ژبه نه پوهېږئ، په شاوخوا کې له بل داسې چا مرسته وغواړئ چې په جرمني ژبه پوهيږي او وکړای شي د بېړنيو حالتونو مرکزونو ته زنګ ووهي.
د بېړنيو حالتونو پر مهال بايد د د دې مرکزونو کارکوونکو ته لاندې مالومات ورکړل شي:
- بېړنی حالت چېرته رامنځته شوی دی؟
- څه پېښ شوي دي؟
- څو کسان ټپي شوي يا خوږ شوي دي؟
- ټپونه څه ډول دي؟
- چا د بېړنيو حالتونو مرکز ته زنګ وهلی دی؟
څوک له ما سره مرسته کوي؟
نور بايد په څه وپوهېږم؟
مهم
د پېښو او بېړنيو حالتونو پر مهال پوليسو او د ژغورنې خدمتونو ته له ټليفون کولو مه وېرېږئ.