نيمه وخته کار په اونۍ کې د ۴۰ ساعتونو پر ځای تر دې لږ ساعته کار کول دي. په دې ډول به د اړوند کس معاش هم کم شي خو زيات ازاد وخت به ولري. په نيمه وخت د پوره وختيز کار بدلولو لپاره بايد لاندې شرطونه پوره شي:
- په خپله دنده کې مو له شپږ مياشتو زياتې وتلې وي.
- کارځای يا اداره مو له ۱۵ زيات کارکوونکي ولري.
البته که ستاسې د کاري وخت کمول په کاري جريان ډېر اغېز ولري؛ ښايي کارورکوونکی اداره يا رييس مو غوښتنه رد کړي.
وړاندې له دې خپل کار نيمه وخته ته بدل کړئ؛ بايد لاندې ټکي روښانه کړئ:
1- کولای شئ په نيمه وخته کار مو مالي ستونزې حلولای شئ؟ د BMAS اړوند د نيمه وخت دندې د ماشين (Teilzeitrechner) حساب مو په دې برخه کې مرسته کولای شي.
2- نيمهوخته کار مو پر تقاعد څه اغېز لري؟ هر څومره مو چې عايد لږ وي؛ په هماغه کچه به مو وروسته تقاعد کم وي. ښه به وي چې په دې اړه مشوره ترلاسه کړئ. د تقاعد په اړه بشپړ مالومات زموږ په بل څپرکي (په جرمني کې تقاعد) کې لوستلای شئ.
3- ممکنه ده چې له يوه ټاکلي وخت وروسته بېرته بشپړ وخت دنده ترسره کړم؟ ډېر وخت بېرته د بشپړ وخت دندې پیلول د ځينو کسانو لپاره ستونزمن وي. له همدې کبله په ۲۰۱۹ کال کې د نيمه وخت دندې پل (Brückenteilzeit) معرفي شو چې له مخې يې يو څوک له ټاکلې مودې وروسته بېرته په اتومات ډول بشپړ وخته دندې ته شامليږي. البته شرط دا دی چې اړونده اداره يې بايد له ۴۵ زيات کارکوونکي ولري.
که غواړئ خپله دنده نيمهوخته ته بدله کړئ؛ کولای شئ پر (finanztip.de) وېبسایټ د دې کار لپاره يو غوښتنليک ومومئ. د نيمه وخته دندې لپاره بايد غوښتنليک له پیل لږ تر لږه درې مياشتې وړاندې ورکړئ. ستاسې د کار ورکوونکې اداره يا رييس بايد د نيمه وخته کار له پیل لږ تر لږه يوه مياشت مخکې په ليکلي ډول ستاسې غوښتنې ته ځواب ورکړي. که رييس مو ځواب درنه کړي او يا ډېر ناوخته ځواب درکړي؛ غوښتنه مو منل شوې ګڼل کيږي. که اداره مو غوښتنه رد کړي؛ کولای شئ پر ضد يې محکمې ته عريضه وکړئ. البته له دې کار مخکې بايد خامخا تخصصي مشوره ترلاسه کړئ.