د کورونو خاوندان ځينې وخت د شوفا غوښتنه کوي څو ځان ډاډه کړي چې تاسې د يوه کرايهکوونکي په توګه کولای شئ کرايه پر وخت ورکړئ. د کورونو ځينې خاوندان يا د معاملو د لارښوونې دفترونه د کرايه ورکولو په لومړي پړاو کې شوفا غواړي خو ځينې نور بيا وروسته د کور د غوښتلو لپاره له نورو اسنادو سره يوځای د دې سند غوښتنه کوي.
په جرمني کې شوفا
شوفا څه شی ده او ولې ورته اړتيا ده؟
For English subtitle, click on the video settings
د کور يا دوکان د کرايه کولو پر مهال د کور خاوندان، شرکتونه يا کرايه ورکوونکي د شوفا د حساب د تصفيې د سند غوښتنه کوي. که له بانکونو د پور غوښتنه کوئ؛ دوی به هم د شوفا يو پوښتنليک وغواړي او يا به يې خپله ترلاسه کړي. حتا که ټليفون يا موټر په مياشتني قسط اخلئ؛ ستاسې قرارداد به د شوفا اړوند ماده ولري. دا کارونه د (Schufa Holding AG) کمپنۍ اړوند کيږي کومه چې د پورونو د پلټنې شرکت دی او له شرکتونو او د هغوی د مشتريانو د پورونو د پروسې په اړه مالومات راټولوي. شوفا هالډېنګ ستاسې د پخوانيو حسابونو تاريخ ګوري او د راتلونکو حسابونو د ورکړې په اړه د شمېرو له مخې ستاسې د چلند وړاندوينه کوي. دې پروسې ته د کرېدېت درجهبندي وايي.
شوفا هالډېنګ د شوفا د راپور لپاره پیسې غواړي. د جرمني د قانون له مخې تاسې په کال کې يو ځل د شوفا راپور په وړيا ډول ترلاسه کولای شئ. د دې راپور له مخې پوهېږئ چې کوم مالومات خوندي شوي؛ له کومه ځايه ترلاسه شوي او چا ته لېږل شوي.
مهم: ځينې کسان ښايي په ورځپاڼو يا انټرنېټي اعلانونو کې د شوفا له غوښتنې پرته قرضه وړاندې کړي. په دې کسانو باور مه کوئ؛ ځکه يوه ستره برخه يې درغلګر دي.
د شوفا په اړه اړين مالومات
په دې ويډيو کې د وړيا شوفا ترلاسه کولو ګام پر ګام لارښود ليدلای شئ.
مهم
د قانون له مخې په کابل کې يوځل د شوفا راپور په وړيا ډول (Datenkopie (nach Art. 15 DS-GVO) ترلاسه کولای شئ. د شوفا وېبسایټ له لارې کولای شئ په انلاين ډول د د دې سند غوښتنه وکړئ.