له ميندو او پلرونو سره مرسته (Elterngeld)

دولت څه ډول له کورنيو سره مرسته کوي؟

خوشاله کورنۍ

د ځوانو ميندو او پلرونو  لپاره د ماشومانو پالنه يوه ستره مسله ده. په جرمني کې تل اسانه نه ده چې  د کورنۍ او کار تر منځ همغږي رامنځته کړي. له ځوانو کورنيو سره د مرستې لپاره په جرمني کې د الټرن‌ګېلډ (Elterngeld) په نوم پیسې ورکول کيږي. دا پیسې له هغو ميندو او پلرونو سره مرسته کوي چې لږ معاش لري او يا د ماشومانو د ساتلو له کبله نه شي کولای کار وکړي. هغه ميندې او پلرونه چې د ماشوم له زېږېدو وړاندې بېکاره وي؛ هم کولای شي د دې پیسو يا مرستې ترلاسه کولو غوښتنه وکړي. دلته به د دې پیسو د ترلاسه کولو په اړه ټول مالومات ولولئ.

په څه بايد ځان وپوهوم؟

آيا زه الټرن‌ګېلډ ترلاسه کولای شم؟

که بچيان مې کيتا يا وړکتون ته ولاړ شي؛ بيا هم الټرن‌ګېلډ ترلاسه کولای شم؟

د الټرن‌ګېلډ ترلاسه کولو لپاره بايد د والدينو رخصتي (Elternzeit) واخلم؟

له والدينو سره د مرستې کوم ډولونه شته؟

له والدينو سره د مرستې يا الټرن‌ګېلډ اندازه څومره ده؟

څنګه او چېرته د الټرن‌ګېلډ غوښتنه کولای شم؟

له والدينو سره د مرستې ترلاسه کولو لپاره کومو سندونو ته اړتيا ده؟

کولای شم د الټرن‌ګېلډ تر څنګ له جاب‌سنټر يا سوسيال څخه هم پیسې ترلاسه کړم؟

د والدينو د مرستې پیسو ترلاسه کولو پر مهال مې روغتيايي بيمه څنګه کيږي؟

د ميندو او پلرونو د مرستې پیسو په اړه چېرته مشوره ترلاسه کولای شم؟

مهم

په بايرن او زاکسن ايالتونو کې د مرستو ترلاسه کولو يو بل فرصت هم شته چې له کورنيو سره د مرستې پیسې (Familiengeld) يا د ايالتي پوهنې مرسته (Landeserziehungsgeld) نوميږي. د دې مرستو ترلاسه کولو شرطونه او قوانين په دواړو ايالتونو کې توپير کوي. د بايرن د کورنيو د مرستې په اړه ټول ګټور مالومات پر (zbfs.bayern.de) وېبسایټ موندلای شئ. د زاکسن د ايالتې مرستې په اړه مالومات بيا پر (zbfs.bayern.de) وېبسایټ ولولئ. په نورو ايالتونو کې د کورنۍ مرستې او ايالتې مرستې اسانتياوې نشته.