بسونه، ميترو، ښاري ټرېنونه او شترسنبانونه (په ځينو ښارونو کې ټرم ورته وايي) په جرمني کې عامه ترانسپورت ګڼل کيږي. له دې وسيلو د ګته اخستلو لپاره بايد يو ټکټ ترلاسه کړئ. په هر ښار کې د ټکټ خرڅولو اتومات ماشينونه شته او مختلفې بڼې لري. په بسونو کې ټکټونه د ډرېور له لوري پلورل کيږي خو په ياد مو وي چې له ځان سره ماتې پیسې يا سکې ولرئ. په ځينو ټرمونو يا بسونو کې يوازې سکې او يا ۵ يا ۱۰ يورويي لوټونه کار کوي. غوره دا ده چې له سفر وړاندې د ټکټ خرڅولو له پلورنځيو يا غورفو ټکټ ترلاسه کړئ. دا ټکټونه په ښارونو کې د عمومي ترانسپورت د کمپنيو اړوند نښان لري. په ځينو ښارونو کې انلاين ټکټونه هم اخستلای شئ.
د ټکټونو بېلابېل ډولونه شته. ځينې يې څو ساعته يا دوهطرفه وي او ځينې نور بيا د ټولې ورځې، اونۍ يا مياشتې لپاره وي. د سيمو تر منځ واټن هم د ټکټونو په بيه اغېز لري. هغه ټکټونه چې يو ساعت اعتبار لري؛ بايد ټاپه کړئ. د دې کار لپاره په تمځايونو کې ځانګړي ماشينونه شته. په ځينو بسونو يا ټرېنونو کې هم دا ماشينونه موندلای شئ خو ښايي په ټولو کې نه وي. له اتومات ماشينونو نه په اخستل شوو ټکټونو ډېر وخت نېټه او ساعت هم ليکل شوی وي او بيا ځلې ټاپه کولو ته اړتيا نه لري.
د ماشومانو، زدهکوونکو، محصلينو، متقاعدو کسانو، د جابسنټر او سوسيال مرسته ترلاسه کوونکو او پناغوښتونکو لپاره په ټکټونو کې ځانګړي تخفيفونه په نظر کې نيول کيږي. دا ځانګړي ټکټونه په اتومات ماشينونو کې ترلاسه کېدای شي خو ځينې وخت يوازې په پلورنځيو او د ترانسپورتي خدمتونو په ادارو کې ورکول کيږي. د دې ټکټونو د پېرلو لپاره ځينې سندونو ته اړتيا ده چې ځينې وخت يې بايد د پېرلو پر مهال پلورونکي ته ورښکاره کړئ.