که څوک د سترو صنعتونو په برخه کې کار کوي او هلته له وړاندې د کارکوونکو سراسري شورا (Gesamtbetriebsrat) موجوده وي؛ دا شورا کولای شي يوه ټاکنيزه کمېته (Wahlvorstand) وټاکي څو د کارکوونکو د شورا لپاره د ټاکنو پروسه پر مخ بوزي.
که د کارکوونکو سراسري شورا نه وي؛ درې کارکوونکي کولای شي نورو مامورينو ته د خبرتيا په لېږلو او يا د ادارې د اعلانونو په تخته د هغې په نښلولو، د کارکوونکو غونډه (Betriebsversammlung) جوړه کړي. دا خبرتيا بايد د غونډې له جوړېدلو لږ تر لږه درې مورځې وړاندې ولېږل شي او په څرګند ډول د ټاکنيزې کمېټې د جوړولو يادونه پکې وشي. ټاکنيزه کمېته د کارکوونکو د شورا ټاکنې تنظيموي او د کار له پای ته رسېدو وروسته منحليږي.
د کارکوونکو غونډه بايد په کاري وخت کې جوړه شي. د کار يا شرکت خاوندان او رييسان يا مديران په غونډه کې د ګډون اجازه نه لري. له هغه وروسته چې د غونډې لپاره يو رسمي مشر وټاکل شي؛ ټاکنيزه کمېټه ټاکل کيږي. په غونډه کې حاضر ټول کارکوونکي د کانديدېدلو او رايه ورکولو حق لري.
د ټاکنيزې کمېټې لپاره بايد درې کسه وټاکل شي. که کسان ډېر وي؛ د دې کسانو شمېر هم زياتيږي. په همدې حال کې بايد د کمېټې بديل غړي هم وټاکل شي. له دې درې کسانو يو يې بيا د کمېټې مشر ټاکل کيږي.
د کارکوونکو د شورا ټاکلو پر مهال بايد ډېر مقررات په پام کې ونيول شي او ټاکنيزه کمېټه يې بايد مخکې له مخکې په اړه ځان وپوهوي. د کارکوونکو شورا غړو ته بايد د ستونزو د پېښېدو او حل موندلو لپاره بشپړې مالي سرچينې او وخت ورکړل شي څو د بېلګې به شان کتابونه رانيسي او يا په سيمنيارونو کې ګډون وکړي.
که د قانوني پروسې او تګلارو په اړه پوښتنې لرئ؛ کولای شئ د خپلې حرفې اړوند د کارګرو يا سوداګرۍ له ټولنې سره اړيکه ونيسئ.