په سترو ښارونو کې د هر کور شا ته د کثافاتو څلور ستلونه اېښول کيږي چې بېلابېل رنګونه لري. له ښاره په لرې سيمو کې ښايي د کثافتدانيو موندلو لپاره د ريسايکل مرکزونو ته ولاړ شئ او يا منتظر شئ چې د کثافاتو د وړلو موټر په کومه ورځ راځي. د دې راتګ د وختونو جنتري هر کال ستاسې په پوستبکس کې اچول کيږي او يا يې د خپلې ښاروالۍ له ادارې ترلاسه کولای شئ. ډېر وخت دا مهالوېشونه په سيمهييزو وېبسایټونو کې انلاين هم موندلای شئ.
په هر ستل کې بايد ځانګړی ډول کثافات واچول شي:
· زېړ ستلونه يا زېړې کڅوړې يا (Grüner-Punkt-Müll): د خوراکي توکو د هغو سپکو کوتيانو لپاره دي چې له ښيښې يا کاغذه نه وي نه وي جوړ شوي (د بېلګې په ډول المونيمي ورقې، پلاستيکي کڅوړې، حلبي کوتيان، د مستو کوتيان، د جوسو او شيدو بوتلونه، پلاستيکي بوتلونه او د قهوې پاکټونه)؛
· شنه يا اسماني رنګه ستلونه: کاغذي کثافات او کارتنونه (د بېلګې په ډول کاغذي کڅوړې، ورځپاڼې او مجلې، ليکونه، اخبارونه، کارتنونه، د سګرټو کوتيان او نور). په ياد مو وي چې ډېر وراسته يا چټل کاغذونه بايد د پاته شوو کثافاتو په ستل کې واچول شي؛
· تور او خړ ستلونه: د خوراکي توکو پاتهشوني او يا د کور خځلې او نور هغه کثافات چې د ريسایکل او بيا کارېدو وړ نه وي (د بېلګې په ډول مات شوي چيني لوښي، پاکوونکي مواد، چټل پاکټونه، بېکاره زاړه بوټونه، جارو شوي کثافات، پمپر، د سګرټو فلترونه، ماتې شوې ښيښي او نور)؛
· د طبيعي کثافاتو نسواري ستل: د پخلنځي پاتهشوني او د باغ کثافات (لکه د قهوې او چای شمه، د مېوې او سبزيو پاتهشوني، د هګيو پوستکي، د ونو پاڼې او نور).