په جرمني کې د واده ثبتولو لپاره بايد دولتي ادارو ته ورشئ. د عيسويت، يهوديت، اسلام يا نورو دينونو پر بنسټ ودونه کول په رسميت نه پېژندل کيږي او قانوني بڼه نه لري. هغه بهرنيان چې د سفارت واده يې په رسميت پېژندل کيږي؛ کولای شي د خپل هېواد په سفارت کې واده وکړي. په دې اړه د زياتو مالوماتو لپاره له اړوند سفارت سره اړيکه ونيسئ. خو که د کډوال يا پناغوښتونکي په توګه منل شوي ياست؛ ښايي د خپل هېواد سفارت ته په ورتګ دلته د خونديتوب حق له لاسه ورکړئ.
په جرمني کې د مدني ثبت اداره (Standesamt) د ودونو د ثبتولو مسؤوليت لري. تاسې کولای شئ د خپل يا د خپل ژوند د ملګري/ملګرې د اوسېدو ځای ته نږدې د دې ادارو څانګې ومومئ. د واده د ثبتولو لپاره بايد د واده د ثبت فورمه (Anmelldung zur Eheschließung) ډکه کړئ او ټول اړين سندونه وړاندې کړئ. دا فورمه له پورته ياد شوي دفتر څخه ترلاسه کولای شئ. که د جرمني به بل ښار کې هم واده وکړئ؛ بايد د خپل يا د ژوند د ملګري/ملګرې د ښار د مدني ثبت په اداره کې يې هم ثبت کړئ.
د واده کولو لپاره ښايي د واده له نېټې شپږ مياشتې مخکې د مدني ثبت ادارې ته غوښتنه ولېږئ. په ځينو حالاتو کې کولای شئ مخکې له مخکې يوه ځانګړې نېټه هم غوره کړئ او وخت ترلاسه کړئ. کله چې ټول سندونه تيار شي او په خالي نېټو وخت واخستل شي؛ واده به په څو ورځو کې ترسره شي.
د واده د ثبت په مراسمو کې بايد دواړه لوري حاضر وي. که يو اړخ نه شي کولای ګډون وکړي؛ کولای شي پر خپل ځای يو څوک (Vollmacht) يا وکيل وټاکي څو د ثبت لپاره يې استازيتوب وکړي.