د ډيپورټ لپاره نيول کېدل چې د (Abschiebungshaft) په نوم هم ياديږي، هغه حالت ته وايي چې يو کس د ډیپورټ د تيارۍ يا د هغه له ډيپورټ څخه د ډاډمن کېدو لپاره ونيول شي. د يادونې وړ ده چې دا نيول کېدل د جرم له کبله د نيول کېدلو په مانا نه دي او يوازې د دې لپاره کيږي چې له جرمني نه ايستل کېدونکي کسان ځانونه له ډيپورټ نه پټ نه کړي. د ډيپورټ په اړه زيات مالومات، د ډيپورټ په نوم زموږ په مالوماتي څپرکي کې لوستلای شئ.
A
د ډيپورټ لپاره نيول (Abschiebehaft)
ډپيورټ (Abschiebung)
په زور له جرمني څخه د ايستلو د مکلفيت پلي کولو ته ډيپورټ وايي. که د چا د پنا غوښتنه رد شي؛ له پناغوښتونکي غوښتل کيږي چې له جرمني ووزي. که اړوند کس د ټاکل شوې مودې د ننه په خپله خوښه هېواد پرې نه ږدي؛ له جرمني نه ايستل کيږي.د ډيپورټ په اړه زيات مالومات، د ډيپورټ په نوم زموږ په مالوماتي څپرکي کې لوستلای شئ.
د ډيپورټ خبرداری (Abschiebungsandrohung)
د ډيپورټ خبرداری هغو کسانو ته ورکول کيږي چې دلته د کډوال يا مهاجر په توګه نه وي منل شوي او بايد په يوه ټاکل شوې جرمنی پرېږدي، خو هغوی دا کار ونه کړي. د ډيپورټ خبرداری په معمول ډول د مهاجرت او کډوالو فدرالي ادارې يا بمف (BAMF) له لوري د پناغوښتنې له منفي ځواب سره يوځای لېږل کيږي.
د ډيپورټ حکم (Abschiebungsanordnung)
د ډيپورټ حکم هغه چا ته ورکول کيږي چې له يوه درېيم خوندي هېواد څخه او يا د هغه هېواد له لارې جرمني ته راغلی او دلته يې د پنا غوښتنه کړې وي. په دې ډول هغه ته ويل کيږي چې بايد بېرته هماغه خوندي هېواد ته ولاړ شي او که داسې ونه کړي نو ډيپورټ به کړل شي.
د ډيپورټ خنډ (Abschiebungshindernis)
د ډيپورټ خند هغه څه دی چې د يوه کس د ډيپورټ کېدلو پر وړاندې خنډ کيږي. د ډيپورټ خنډونه په دوه ډوله دي: داخلي موانع او په منزل کې د ډيپورټ پر وړاندې پراته خنډونه. د داخلي موانعو پر مهال، د بېلګې په ډول که يو څوک پاسپورت ونه لري؛ د يوه کس ډيپورټ د واقعي او يا قانوني خنډونو له کبله ناشونی وي. په منزل کې د ډيپورټ پر وړاندې خنډونو کې چې (Abschiebungsverbo) هم بلل کيږي، هغه ستونزې دي چې له مخې د يوه کس ډيپورټ کېدل ناشوني وي. د بېلګې په توګه که په هغه هېواد کې چې يو کس ورته ډيپورت کيږي، د مرګ يا زورزياتي ګواښ وي، دا کس له ډيپورټه ژغورل کيږي. که د داخلي موانعو له کبله ډيپورټ ناشونی وي، اړوند کس ته ډولډونګ ورکول کيږي. په منزل کې د ډيپورټ د خنډونو له کبله پاته شوو کسانو ته په عمومي ډول د بشري دلايلو له کبله د استوګنې اجازه ورکول کيږي.
د ډيپورټ بنديز (Abschiebungsverbot)
د ډيپورټ بنديز له منزل هېواد سره تړلو، هغو خنډونو ته وايي چې د ډيپورټ مخنيوی کوي. که څوک د کډوال يا مهاجر په توګه په رسميت ونه پېژندل شي او يا فرعي خونديتوب ترلاسه نه کړي، بمف کولای شي تر ځانګړو شرطونو لاندې دې کس پر ډيپورټ د ملي بنديز حق له مخې د استوګنې لنډمهاله اجازه ورکړي. په دې اړه نور مالومات زموږ په بل مالوماتي څپرکي (په جرمني کې د قبولۍ ډولونه) کې لوستلای شئ.
د عمر ارزونه (Altersfeststellung)
د عمر اررزونه د کمعمره يوازې راغلو کډوالو لپاره ترسره کيږي، څو مالومه کړي چې هغه په رښتيا کمعمره دی او که نه. دا ارزونه د هغه د حالت مالومولو د پروسې په سر کې او يا د يوګندامت له لوري په لنډمهالې توګه د هغه د سرپرستۍ له پر غاړه اخستلو وروسته کيږي. د کمعمره يوازې راغلو يا بېسرپرسته کډوالو په اړه نور مالومات، په همدې نامه زموږ په بل مالوماتي څپرکي کې لوستلای شئ.
د زړو قضيو مقرره (Altfallregelung)
د زړو قضيو مقرره د هغو کسانو لپاره ده چې له ډېر پخوا ډولډونګ او يا د استوګنې لنډمهالې اجازه لري، او له مخې يې د استوګنې ثابته اجازه ترلاسه کوي. د دې اجازې ترلاسه کولو لپاره بايد ډېر شرطونه پوره شي. دا مقرره پر هغه چا پلې کيږي چې له ۱۹۹۹ يا ۲۰۰۱ کال (له وړو ماشومانو سره راغلې کورنۍ) وړاندې جرمني ته راغلي وي. دا مقرره د ۲۰۰۷ کال د اګست مياشتې له ۲۸مې نېټې راهيسې د استوګنې قانون په ۱۰۴ الف ماده کې ځای پر ځای شوې ده.
د کېس اورېدل يا مرکه (Anhörung)
د کېس اورېدلو پر مهال پناغوښتونکي د مهاجرت او کډوالو فدرالي ادارې مامورينو ته د خپلې کډوالۍ د دلايلو په اړه کيسه کوي. دا مرکه د پناغوښتنې د کېس ردېدلو يا قبلېدلو بنسټ جوړوي. په مرکه کې د کس د څار يا تعقيب په اړه د سندونو وړاندې کولو ته اړتيا نشته خو د تېښتې دليل بايد ټول اړين جزئيات ولري، د باور وړ وي او په خبرو کې يې تناقض نه وي. البته که څوک د کېس اړوند سندونه ولري، له ځان سره يې مرکې ته راوړلای شي. په دې اړه زيات مالومات زموږ په بل څپرکي (د پناغوښتنې پروسیجر) کې لوستلای شئ.
د رارسېدلو ثبوت (Ankunftsnachweis)
د رارسېدلو ثبوت يو داسې سند دی چې په جرمني کې د يوه کس د پناغوښتنې او هلته د هغه د ثبتېدلو شاهدي ورکوي. دا ثبوت د استوګنې د اجازې په مانا نه دی او د کډوالو د لومړنيو د مسؤولينو، پوليسو، د بهرنيانو چارو ادارو او نورو رسمي ادارو له لوري ورکول کيږي. د دې سند درلودونکی کولای شي د پناغوښتونکو لپاره ځانګړې شوې مرستې ترلاسه کړي. د رارسېدلو سند د هغه سند ځای نيسي چې يو کس يې تر دې د مخه د ثبتېدلو پر مهال ترلاسه کوي او (BüMA) نوميږي. دې سند ته ځينې وخت د کډوالو کارت يا (Flüchtlingsausweis) هم وايي.
د بېکارۍ لومړی ډول پیسې (Arbeitslosengeld I)
د بېکارۍ لومړی ډول پیسې د بېکارۍ د بيمې له لوري مرسته کېدونکې پیسې دي او له کاره د بېکاره کېدو پر مهال اړونده کسانو ته ورکول کيږي. دا پیسې يوازې هغه چا ته ورکول کيږي چې په تېرو ۲۴ مياشتو کې يې لږ تر لږه ۱۲ مياشتې کار کړی وي او د ټولنيزو بيمو ونډه يې ورکړې وي. دا پیسې په اتومات ډول تاسې ته نه راځي او بايد د کار له ادارې يې غوښتنه وشي. د بېکارۍ د لومړي ډول پیسو اندازه ستاسې له وروستي معاش سره تړلې ده. د دې پیسو د ورکړې بنسټ د درېيم ټولنيز قانون (SGB III) دی.
د بېکارۍ دوهم ډول پیسې (Arbeitslosengeld II)
د بېکارۍ دوهم ډول پیسې چې د جابسنتر مرستې او (Hartz IV) په نوم هم پېژندل کيږي، يوه حکومتي مرسته ده چې بېکاره کسانو ته د ژوند د لومړنيو لګښتونو پوره کولو لپاره ورکول کيږي. د دې کار موخه دا ده چې د بېوزلو کسانو لومړنۍ اړتياوې پوره شي او له ټولنې د باندې پاته نه شي. هغه کسان چې لاندې درې شرطونه پوره کړي، دا ډول پیسې ترلاسه کولای شي:
- اړوند کس بايد ځانګړې شتمني او يا عايد ونه لري او د بېکارۍ لومړی ډول پیسې هم ترلاسه نه کړای شي او همدا شان له بل چا د ژوند د لګښتونو لپاره مرسته او يا هم د کرايې له درکه پیسې ترلاسه نه کړي.
- دا کس بايد د کار کولو وړتيا ولري او وکړای شي په ورځ کې لږ تر لږه درې ساعته کار وکړي.
- دا کس بايد لږ تر لږه ۱۵ کاله عمر لري او همدا شان د تقاعد ټاکل شوي عمر ته نه وي رسېدلی.
د بېکارۍ دوهم ډول پیسې يوازې هغه وخت ورکول کيږي چې رسمي غوښتنه يې وشي. د غوښتنليکونو د ارزونې او کارونو پرمخ وړلو مسؤوليت له جابسنټر سره دی. د دې پیسو ترلاسه کولو بنسټ دوهم ټولنيز قانون (SGB II) دی.
د پنا غوښتنې عريضه (Asylantrag)
د پناغوښتنې عريضې په وسيله يو کس په بل هېواد کې د خونديتوب غوښتنه کوي. په جرمني کې د مهاجرت او کډوالو فدرالي اداره (BAMF) د پناغوښتنو ترلاسه کولو او د هغو په اړه د پرېکړه کولو مسؤوليت لري. د پناغوښتنې عريضه (Asylantrag) بايد د پنا له غوښتنې (Asylgesuch) او پنا اخستنې هيله (Asylbegehren) سره توپير شي. په عامه بحثونو کې ډېر وخت دا ټکی يوه له بل سره غلطيږي. د پنا غوښتنه يا د پنا اخستلو هيله، هغه ليکلې، لفظي يا بل ډول ښکاره شوې غوښتنه ده چې په جرمني کې د خونديتوب ترلاسه کولو په موخه کيږي. دا ډول غوښتنه په معمول ډول د جرمني په پولو کې او يا له پوليسو څخه کيږي. د دې غوښتنو پايله د اړوند کس ثبتېدل او د مهاجرو په لومړنيو کمپونو کې مېشته کېدل او د رارسېدلو ثبوت ترلاسه کول دي. د پنا غوښتنه بيا وروسته د مهاجرت او کډوالو فدرالي ادارې يا بمف ته لېږل کيږي. له بمف څخه د رسمي پنا غوښتنې په صورت کې بيا د پناغوښتنې پروسه پيل کيږي. د پناغوښتنې له وړاندې کولو وروسته بايد پنا غوښتونکی مرکې او پرېکړې ته منتظر شي. دا پروسه ښايي څو مياشتې وخت ونيسي. په دې موده کې پنا غوښتونکيته د پناغوښتونکو ځانګړې مرسته (AsylbLG) ورکول کيږي. په دې اړه نور مالومات زموږ په مالوماتي څپرکي (د پنا غوښتنې پروسيجر) کې لوستلای شئ.
د پنا غوښتنې وړتيا (Asylberechtigung)
هغه کسان چې په خپل هېواد کې د حکومت يا حکومتي سازمانونو له لوري د سياسي موخو له کبله تر ګواښ لاندې وي، په جرمني کې د پنا ترلاسه کولو وړ يا مستحق ګڼل کيږي. سياسي تعقيب يا ګواښ (politische Verfolgung) هغه حالت ته ويل کيږي چې يو کس د هغه اصل، توکم، دين، ملت، سياسي لېوالتيا او يا له يوه ځانګړې ټولنيزې ډلې سره د تړاو له کبله د زنداني کېدو يا ځورېدو له ګواښ سره مخ وي. يو کس يوازې هغه وخت د پناغوښتنې وړ ګڼل کيږي چې له درېيم خوندي هېواد څخه تېر نه شي. د پناغوښتونکي په توګه د يوه کس منل کېدل د اساسي قانون د ۱۶ الف مادې له مخې کيږي.
د پناغوښتنکو د مالي ملاتړ قانون (Asylbewerberleistungsgesetz)
د پناغوښتونکو د مالي په قانون کې د هغو کسانو لپاره د مالي ملاتړ مقررات راغلي دي چې د ټولنيز خونديتوب تر قانون (Sozialgesetzbuch) لاندې نه راځي.
لاندې کسانو ته د پناغوښتنې مالي مرسته ورکول کيږي:
- د جرمني د استوګنې لنډمهالی سند (Aufenthaltsgestattung) يا د رارسېدلو ثبوت (Ankunftsnachweis) درلودونکي.
- ډولډونګ لرونکي؛ او له پولو د تېرېدلو سند (Grenzübertrittsbescheinigung) درلودونکي؛ د ډيپورټ خبرداري (Abschiebebescheid) او دې ته ورته د نورو زغمل شوو کسانو سندونه درلودونکي.
- د استوګنې قانون د (§ 25 V) مادې له مخې د استوګنې اجازې درلودونکي، په دې شرط چې د دوی د ډيپورټ ځنډېدلو پرېکړه له ۱۸ مياشتو په کمه موده کې شوې وي.
- هغه کسان چې استوګنې قانون د (§ 23 I) مادې له مخې يې په خپل هېواد کې د جګړې له کبله دلته د استوګنې اجازه ترلاسه کړې وي. البته په دې شرط چې (wegen des Krieges im Heimatland) يادونه ورسره شوې وي.
- د استوګنې قانون د (§ 25 IV) مادې، لومړۍ فقرې له مخې په جرمني کې د لنډمهاله استوګنې اجازې (Vorübergehender Aufenthalt) درلودونکي.
- هغه کسان چې بايد له جرمني ووځي.
- ناقانونه اوسېدونکي کسان (Illegalisierte).
- هغه کسان چې د هوايي ډګر د پروسيجر (Flughafenverfahre) له لارې راتلل غواړي او لا يې هم د راتګ اجازه نه وي ترلاسه کړې.
- د پورته يادو شوو کسانو مېړه/ښځه يا کمعمره بچيان.
- هغه کسان چې بيا يې د پنا غوښتنه (Asylfolgeantrag) کړې وي.
د بيا ځلې پنا غوښتنه (Asylfolgeantrag)
د بيا ځلې پنا غوښتنه، دوهم ځل پنا غوښتنه ده چې د لومړي ځل پنا غوښتنې د رد او يا د بېرته اخستلو پر مهال يې کولای شئ. د قانع کوونکو دلايلو په درلودلو سره بيا ځلې هم د پنا غوښتنه کولای شئ. د بېلګې په توګه که څوک په خپل هېواد کې د تاوتريخوالي او د خپل کېس په اړه نوي ثبوتونه ولري او يا هم د هېواد حالات په بشپړ ډول بدلون ومومي، له سره د پنا غوښتنه کولای شي. په دې اړه نور مالومات زموږ په بل مالوماتي څپرکي (د پنا غوښتنې ردېدل) کې لوستلای شئ.
د پناغوښتنې قانون (Asylgesetz)
د پناغوښتنې په قانون کې، په جرمني کې د پنا غوښتنې مقررات ځای پر ځای شوي دي. دا قانون، د استوګنې قانون (Aufenthaltsgesetzes) له ځينو برخو سره په ګډه کډوالۍ قانون عمده برخه جوړوي.
د پناغوښتنې ټوليزه عريضه (Asylpetition)
که څوک د پناغوښتنې لپاره يو پېټېشن تيار کړي، د ټوليزو عريضو کمېټه (Petitionsausschuss) ګوري چې که اړونده چارواکو د پناغوښتنې په پروسه کې جدي تېروتنې کړې دي او که نه.
د پناغوښتنې يوه بريالۍ عريضه يا پېټېشن کولای شي يو څوک له ډيپورټ کېدلو راوګرځوي.
د پناغوښتنې پروسيجر (Asylverfahren)
د پناغوښتنې پروسيجر د پناغوښتنې د قانون په وسيله تنظيميږي. دا پروسيجر د پنا له غوښتنې سره پيل کيږي او د پناغوښتنې په اړه له پرېکړې سره پای ته رسيږي. د پناغوښتنې د پروسيجر له پيل کېدو وړاندې اړوند کس د پنا ترلاسه کولو هيله وکړي. دې کار ته د پنا لاسته راوړلو لټه (Asylgesuch) وايي. البته پنا لاسته راوړلو لټون د پناغوښتنې پروسيجر برخه نه دی. په دې اړه بشپړ مالومات زموږ په بل مالوماتي څپرکي (د پناغوښتنې پروسيجر) کې ولولئ.
د استوګنې اجازه (Aufenthaltserlaubnis)
د استوګنې اجازه د يوه ځانګړي مقصد لپاره د محدودې مودې لپاره په جرمني کې د استوګنې اجازه ده. د استوګنې ډېرې اجازې د يوه تر درې کالونو مودې لپاره ورکول کيږي او که شرايط برابر وي، وخت يې غځول کيږي. له ځينو استثناوو پرته، د استوګنې اجازې درلودونکي ځينې حقونه لري چې له دوی پرته نور بهرنيان يې ښايي ونه لري. په دې اړه نور مالومات زموږ په نورو مالوماتي څپرکيو (په جرمني کې د استوګنې اجازې ډولونه) او (جرمني ته مهاجرت) کې لوستلای شئ.
د استوګنې قانون (Aufenthaltsgesetz)
په جرمني کې د بهرنيانو استوګنه د استوګنې قانون له مخې تنظيميږي. په دې قانون کې جرمني ته د راتګ، بېرته تګ، استوګنې، دايمي استوګنې اجازې او کار اجازې مقررات ځای پر ځای شوي دي. په دې قانون کې د ادغام اړوند تدابير هم په نښه شوي دي.
د استوګنې لنډمهاله سند (Aufenthaltsgestattung)
د استوګنې لنډمهاله سند يو داسې سند دی چې يو کس ته هغه مهال ورکول کيږي چې د پنا غوښتنه وکړي. دا سند دوی ته اجازه ورکوي چې د پناغوښتنې د پروسې په دوران کې په جرمني کې پاته شي. د دې سند درلودونکو ته د پناغوښتنې د مالي ملاتړ (AsylbLG) له مخې مرسته ورکول کيږي. د استوګنې د لندمهاله سند لرونکو لپاره د کار، ژوند او زدهکړو په برخو کې ځانګړي قوانين پلي کيږي.
د استوګنې د اجازې عنوان (Aufenthaltstitel)
د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو له اوسېدونکو پرته د نورو درېيمو هېوادونو اوسېدونکي اړ دي چې په جرمني کې د اوسېدو لپاره د استوګنې يو ډول عنوان (Aufenthaltstitel) ولري. د جرمني د استوګنې په قانون کې د ۵ ډوله عنوانونو يادونه شوې ده: ويزه (Visum)، د استوګنې اجازه (Aufenthaltserlaubni)، د دايمي استوګنې اجازه (Niederlassungserlaubnis)، د اروپايي ټولنې د اوږدمهاله استوګنې اجازه (Erlaubnis zum Daueraufenthalt- EU) او د اروپاپي ټولنې شين کارت (Blaue Karte EU). له ۲۰۰۵ کال وړاندې (Aufenthaltsgenehmigung) يادونه هم شوې وه چې اوس نه کارول کيږي.
د استوګنې اجازې استحکام (Aufenthaltsverfestigung)
د استوګنې اجازې د استحکام يادونه هغه مهال کيږي چې يوه بهرني کس ته د جرمني د دايمي استوګنې اجازه ورکړل شي.
د بهرنيانو چارو اداره (Ausländerbehörde)
د بهرنيانو چارو اداره، بهرنيانو ته د استوګنې اجازې د ورکولو يا ردولو دنده پر غاړه لري. دا اداره په عمومي توګه د استوګنې قانون له مخې د استوګنې او پاسپورت مقررات تنظيموي. د دې ادارې په دندو کې د استوګنې اجازې د مودې محدودول، له هېواده د وتلو غوښتنه او د بهرنيانو د هويت مالومول شامل دي. دا اداره له غيرمستقيمو ايالتي حکومتونو (mittelbaren Landesverwaltung) سره اړه لري. په هره ولسوالۍ (Landkreis) کې چې د اوسېدونکو شمېر له ۵۰زره زيات وي، لږ تر لږه يوه اوسلنډربېهورده شته.
B
بافوګ (BAföG)
بافوګ د فدرالي زدهکړو د پياوړتيا مقرره (Bundesausbildungsförderungsgesetz) لنډيز يا مخفف دی. د دې قانون له مخې له زدهکوونکو او زدهکړيالانو سره مالي مرستې تنظيميږي. په عمومي توګه بافوګ نوم د هغو مرستو لپاره کارول کيږي چې د اړوند قانون له پلي کېدلو لاسته راځي. د بافوګ مرسته او د هغې اندازه د والدينو د عايد په شان له ګڼو لاملونو سره اړه لري. په دې اړه بشپړ مالومات زموږ (په جرمني کې د زدهکړو تمويل) څپرکي کې لوستلای شئ.
د مهاجرت او کډوالو فدرالي اداره (Bundesamt für Migration und Flüchtlinge يا BAMF)
د بمف اداره د پناغوښتنې پروسې او مهاجرو د خونديتوب مسؤوليت لري. دا اداره د پناغوښتنې او مهاجرت په اړه مالومات برابروي او په دې اړه مشورې ورکوي. دا اداره همدا شان د ادغام او جرمني ژبې کورسونه هم وړاندې کوي.
د دندې د اوسبیلډونګ مرسته (Berufsausbildungsbeihilfe)
دا مرسته چې لنډيز يې (BAB) دی، د دوهګوني اوسبیلډونګ (dualen Ausbildung) له ترسره کوونکو سره د مالي مرستې نوم دی. دا دنده هغه زدهکوونکي ترلاسه کولای شي چې والدين يې مالي ملاتړ نه شي کولای او يا خپل عايد ونه لري. باب مرسته اوسبیلډونګ ته د تياري پر مهال هم ترلاسه کېدای شي. په دې اړه زيات مالومات د (دوهګوني اوسبیلډونګ) په څپرکې کې لوستلای شئ.
د دندې لپاره د ژبې کورس (Berufssprachkurs)
په (Deutsch für den Beruf oder Berufsbezogene Deutschsprachförderung) نومونو هم ياديږي، په انټګراڅيون کورس کې د ژبې له پياوړتيا سره اړه لري. په دې کورس کې د ژبې مهارتونه د ورځنيو خبرو اترو له کچې لوړيږي. پر دې د پاسه، د کورس ګډونوال د مسلکي سندونو له لارې د کار مارکېټ ته برابريږي. په دې اړه زيات مالومات په (د کار لپاره جرمني ژبه) کې ولولئ.
د زدهکړو او ګډون بسته (Bildungs- und Teilhabepaket)
دا بسته چې لنډيز يې (BuT) دی، د لږ عايد لرونکو کورنيو له ماشومانو سره په زدهکړو کې مرسته کوي.
د اروپا شين کارت (Blaue Karte)
په جرمني کې د اروپايي ټولنې شين کارت د مسلکي کسانو لپاره دی. په دې اړه زيات مالومات (جرمني ته مهاجرت) په څپرکي کې لوستلای شئ.
فدرال دولت (Bundesland)
د جرمني فدرالي جمهوريت له ۱۶ ايالتونو جوړ دی چې هر يو يې خپل دولت لري. ډېر سياسي موضوعات له دولت سره اړه لري او په هره ايالت کې له بل سره توپير کوي. د بېلګې په ډول د زدکړو سيستم او کلتوري فعاليتونه په ټولو ايالتونو کې بېلابېل ډولونه لري. فدرالي دولتونه ملي قانون پلی کوي او د هغو په پلي کولو کې خلاص لاس لري. که څه هم د مهاجرت او پناغوښتنې په اړه ملي قوانين پلي کيږي؛ خو د ايالتونو د ډېرو واکونو له کبله ښايي په هره سيمه کې تغيير وکړي.
C
د حالت مالومول (Clearing)
د حالت مالولو پروسې له مخې د هغو کمعمره بېسرپرسته ماشومانو حالت روښانه کيږي، چې جرمني ته د کډوال په توګه راغلي دي. دا کمعمره کډوال جرمني ته له رارسېدو وروسته د ځوانانو ادارې يا يوګندامت له لوري تر سرپرستۍ لاندې نيول کيږي. دا کار د هغوی د حالت له مالومولو وروسته کيږي. د حالت مالومولو پروسه (Clearing-Verfahren) په هر ايالت کې توپير کوي او په معمول ډول يې پر مهال دا پوښتنې کيږي:
- کمعمره بېسرپرسته کډوال څومره عمر لري؟
- د هغه اروايي او جسماني روغتيايي حالت څنګه دی؟
- د هغه د هويت مالومولو لپاره کوم مالومات شته؟
- په جرمني يا د اروپايي ټولنې په بل کوم هېواد کې د هغه د کورنۍ غړي شته؟
د حالت مالومولو پروسې پر مهال (که د اړوند کس د کورنۍ کوم غړی ونه موندل شي) همدا شان ماشوم ته يو قانوني سرپرست غوره کيږي او د اوسېدلو ځای ورته ځانګړی کيږي.
D
د دوبلين پروسيجر (Dublin-Verfahren)
د دوبلين پورسيجر د اروپايي ټولنې د قوانينو برخه دی. د دوبلين III قانون په ګوته کوي چې د اروپايي ټولنې کوم هېواد د يوه چا د پناغوښتنې د پروسې مسؤول دی. د دوبلين د مقرراتو له مخې هغه هېواد د يوه کس د پناغوښتنې د قضيې مسئوول دی چې دا کس لومړی ځل ورته داخل شوی وي. که کوم بشري دلايل وجود ولري؛ دا قانون په پام کې نه نيول کيږي. له اتلس کالونو د ټيټ عمر لرونکي کولای شي د دې قانون پر خلاف له خپلو کورنيو سره يوځای شي.
مهاجر د لنډمهاله ځنډ دا سند د پېژندنې د سند په توګه ترلاسه کوي. په ياد مو وي چې دا د استوګنې سند نه دی او یوازې دا په ډاګه کوي چې اړوند کس که څه هم د جرمني پرېښودو ته اړ ايستل شوی خو په جرمني کې د اوسېدو لپاره تر څار لاندې نه نيول کيږي. که څوک د څو کالونو لپاره دا سند ولري؛ ښايي وروسته د بشردوستانه دلایلو له مخې د اوسېدنې سند هم ترلاسه کړي.
ډولډونګ (Duldung)
ډولډونګ د لنډمهالې زغمل شوې استوګنې د سند په مانا دی او هغو کسانو ته ورکول کيږي چې بايد جرمنی پرېږدي خو په اوسني حالت کې دا کار ناشونی وي. د ډولډونګ په اړه بشپړ مالومات، په همدې نوم زموږ په بل مالوماتي څپرکي کې لوستلای شئ.
E
د اروپايي ټولنې د دايمي استوګنې اجازه (Erlaubnis zum Daueraufenthalt - EU)
د اروپايي ټولنې د دايمي استوګنې اجازې درلودونکي کولای شي له جرمني پرته په نورو هېوادونو کې هم د استوګنې اجازه ترلاسه کړي. د اروپايي ټولنې د دايمي استوګنې اجازه د دايمي استوګنې د اجازې يو ځانګړی ډول دی. د دايمي استوګنې له نورمال اجازې سره د اروپايي ټولنې په هېوادونو کې ازاد ګرځېدای شئ خو بايد د اوسېدو ځای مو په هغه هېواد کې وي چې دا اجازه يې درکړې ده او بايد يوازې همالته کار وکړئ. د استوګنې د دايمي اجازې په اړه نور مالومات، په همدې نوم زموږ په بل څپرکي کې لوستلای شئ.
د مهاجرو د منلو لومړني مرکزونه (Erstaufnahmeeinrichtung يا EAE)
دا مرکزونه جرمني ته د نويو راغلو کسانو د اړيکو لومړني ځايونه دي. په دې مرکزونو کې کډوال تر دريو مياشتو پورې پاته کيږي.
د پناغوښتونکو لومړنۍ وېشنه (EASY)
د بمف د آی ټي هغه سيستم چې نوي راغلي کسان دجرمني په ۱۶ ايالتونو تقسيموي.
تابعيت (Einbürgerung)
دا ټکی د جرمني د تابعيت ترلاسه کولو په مانا دی او له ترلاسه کولو وروسته يې د يوه جرمني وګړي په شان حقونه او مسؤوليتونه لرئ. په دې اړه بشپړ مالومات زموږ په بل مالوماتي څپرکي کې لوستلای شئ.
سرپرست Ergänzungspfleger
هغه کس ته ویل کيږي چې د محکمې له لوري د يوه ماشوم سرپرستي ورکول کيږي او له مخې يې د ماشوم د پلار او مور ځينې مسؤوليته ورله غاړې کيږي. دا کس کولای شي د پنا غوښتنې په شان په ځينو قانوني مسايلو کې د ماشوم وکالت وکړي.
F
د کورنۍ د غړو يوځای کېدل (Familienzusammenführung)
د کورنۍ د غړو يوځای کېدل په دې مانا دي چې په جرمني کې د مېشت يوه کس کډوال يا جرمني وګړي د کورنۍ نور غړي له بل هېواد څخه راشي او دلته له دوی سره یوځای شي. دې کار ته په جرمني ژبه کې (Familiennachzug) هم وايي. په دې اړه نور مالومات زموږ په مالوماتي څپرکي (د کورنۍ د غړو يوځای کېدل) کې لوستلای شئ.
فرضي سند يا مثنی (Fiktionsbescheinigung)
که د چا د استوګنې د اجازې وخت تېر شوی وي، د يوې لنډې مودې لپاره فرضي سند ورکول کيږي او په وسيله يې په جرمني کې د ژوند کولو اجازه ورکول کيږي. فرضي سند هغو بهرنيانو ته ورکول کيږي چې د دايمي استوګنې د اجازې ترلاسه کولو يا وخت اوږدولو غوښتنه يې کړې وي خو اړونده ادارې ونه شي کړای اوس دوی ته د استوګنې اجازې د ورکړې په اړه پرېکړه وکړي.
د فرضي سند په مرسته د بهرنيانو چارو يا اوسلنډربېهورده ادارې تر پرېکړې پورې په جرمني کې پاته کېدای شئ. په دې موده کې د استوګنې اجازې پخواني حقونه او مسؤوليتونه پر ځای دي. د دې سند موده هم د استوګنې د مودې د ثبوت او يا د تابعيت اخستلو لپاره معتبره ده.
د هوايي ډګر پروسه (Flughafenverfahren)
د هوايي ډګر پروسه د پناغوښتنې يوه ځانګړې پروسه ده چې د نړيوالو هوايي ډګرونو د ترانزيت په برخه کې پر مخ ځي.
دا پروسه له هغو کسانو سره اړه لري چې اصلي امن هېوادونو راغلي وي، معتبر پاسپورت ونه لري او يا جعلي پاسپورت لري او يا هغه کسان چې د جرمني يوه هوايي ډګر ته ته په الوتکه کې راغلي وي. دا کسان بايد همالته په هوايي ډګر کې د جرمني له سرحدي مامورانو څخه د پنا غوښتنه وکړي. په داسې حالت کې، جرمني ته له ننوتلو وړاندې د دوی د پنا غوښتنې پروسه د هوايي ډګر په ترانزيت برخه وړاندې ځي او ښايي اړونده کسانو ته هماغلته د استوګنې ځای ورکړل شي.
د مهاجر حالت (Flüchtlingsstatus)
د دوبلين پروسيجر، د دوبلين د دريمې مقررې (Dublin-III-Verordnung) له مخې په اروپايي ټولنه کې د پناغوښتونکو ځای پر ځای کېدل تنظيموي. د دوبلين درېيمه مقرره په نښه کوي چې هغه اروپايي هېواد ستاسې د پناغوښتنې د پروسې پرمخ بېولو دنده پر غاړه لري، کوم ته چې لومړی راغلي ياست. په ځانګړي بشردوستانه حالتونو کې دا شرط په پام کې نه نيول کيږي. يوازې راغلي کمعمره پناغوښتونکي کولای شي په هر هېواد کې د خپلو کورنيو له غړو سره يوځای شي او يا هم په هغه ځای کې پنا ورکړل شي چې دوي يې هلته غوښتنه کړې وي. د دوبلين په اړه نور مالومات زموږ په بل څپرکي (دوبلين) کې لوستلای شئ.
بله غوښتنه (Folgeantrag)
بله غوښتنه هغه غوښتنه ده چې د پنا د لومړۍ غوښتنې له ردېدلو يا کنسل کېدلو وروسته کيږي. دا غوښتنه يوازې هغه وخت کيږي چې د پناغوښتنې لپاره نوي دلايل وجود ولري. د بېلګې په ډول که پنا غوښتونکی وکړای شي داسې اسناد وړاندې کړي چې مسؤولين د بيا غوښتنې لپاره قانع کړي او يا په اصلي هېواد کې امنيتي حالت تر پخوا هم خراب شوی وي؛ کولای شي بياځلې د پنا غوښتنه وکړي. دوهم ځل غوښتنه په لازمي توګه د استوګنې د حقونو ترلاسه کولو سبب نه کيږي خو که د بمف يا مهاجرت او کډوالو فدرالي ادره ومني چې نوي دلايل د منلو وړ دي؛ کېدای شي د استوګنې حق ترلاسه کړئ.
په خپله خوښه بېرته ستنېدل (freiwillige Rückkehr)
په خپله خوښه د بېرته ستنېدلو پروګرام له مخې هغه کسان بېرته په خپله خوښه خپل هېواد ته ستنيږي چې په جرمني کې يې د پنا غوښتنه کړې وي او يا بايد بېرته وطن ولېږل شي. په بېرته خوښه ستنېدل د ډيپورټ بديل دی. په خپله خوښه له بېرته ستنېدونکو سره مالي مرسته هم کيږي. په دې اړه بشپړ مالومات (په خپله خوښه ستنېدل) څپرکي کې لوستلای شئ.
G
د جينوا کډوالو کنوانسيون اړوند کډوال (GFK-Flüchtling)
هغه کسان چې جينوا کډوالو کنوانسيون د معيارونو له مخې پنا ترلاسه کوي. دې اصطلاح ته (Konventionsflüchtling) ټکی هم کارول کيږي. کډوالو ته د پنا غوښتنې د ورکړې په اړه د جرمني د مهاجرت او کډوالو فدرالي اداره، د پنا غوښتنې پرېکړه کوي.
له پولو د تېرېدلو سند (Grenzübertrittsbescheinigung)
له پولو د تېرېدلو سند (GÜB) هغو کسانو ته د استوګنې د اجازې سند پر ځای ورکول کيږي چې بايد جرمني پرېږدي. د دې سند له مخې بايد اړوند کس له جرمني ووزي. د دې کار لپاره دوی ته يوه موده ټاکل کيږي چې په ترڅ کې يې بايد جرمني پرېښوول شي. له جرمني د وتلو پر مهال دا سند د پاسپورت د کنټرول مامورينو ته ورکول کيږي او وتونکی کس همالته له اوسلنډربېهورده څخه خپل مصادره شوی پاسپورت ترلاسه کوي. په دې ډول دا ډاډ ترلاسه کيږي چې دا کس له جرمني په رښتيا وتلی دی. له پولو د تېرېدلو سند د استوګنې اجازه نه ګڼل کيږي.
د پاته کېدلو لپاره ښه لرليد (Gute Bleibeperspektive
د پاته کېدلو لپاره د ښه لرليد لرونکي پناغوښتونکي هغه کسان دي چې په جرمني کې يې د اړوندو هېوادوالو له نيمايي زيات د پناغوښتونکو په توګه منل کيږي. پر دې د پاسه دوی بايد د اروپايي ټولنې اړوند په بل هېواد کې د پنا غوښتنه نه وي کړې او د دوبلين د درېيمې مقررې له مخې يې د اروپايي ټولنې بل هېواد د پناغوښتنې د پروسې مسؤول نه وي.
د پنا د غوښتنو د منل کېدو شمېرې هر کال کتل کيږي. د دې شمېرو اندازه، په تېر کال کې له بېلابېلو هېوادونو څخه د راغلو کسانو د پناغوښتنې د منل شوو قضيو (لومړی ځل قبولو شوو) له مخې حسابيږي. اوس مهال يوازې درې هېوادونه په دې لړ کې راځي: اريتريا، سوماليا او سوريه.
H
J
د ماشومانو او نويو ځوانانو اداره (Jugendamt)
يوګندامت د کورنيو ملاتړ کوي. دا اداره له کورنيو سره د ماشومانو او نويو ځوانانو په روزنه کې مرسته کوي. دا اداره همدا شان د هغو ماشومانو د روزنې او پالنې مسؤوليت لري چې مور او پلار نه لري او يا يې ميندې او پلرونه روزنه نه شي کولای. په دې اړه بشپړ مالومات زموږ په مالوماتي څپرکي (يوګندامت) کې لوستلای شئ.
I
ناقانونه اوسېدونکي کسان (Illegalisierte)
ناقانونه کسان هغه کسان دي چې په جرمني کې له ثبت او د استوګنې له قانوني اجازې پرته يا پټ ژوند کوي. دې کسانو ته بېاسنادو يا بېوطنه کسان هم ويل کيږي. دې کسانو ته د پناغوښتونکو د مرستو قانون له مخې د سوسيال مرسته ورکول کيږي. البته په عمل کې دوی ډېر دا مرسته نه اخلي ځکه راپور يې ورکول کيږي او ښايي ډيپورټ شي.
ساتنه يا سرپرستي (Inobhutnahme)
ساتنه په دې مانا ده چې د ماشومانو اداره يا يوګندامت د ماشومانو او نويو ځوانانو د ژوند او اوسېدلو د ځای مسؤوليت پر غاړه واخلي. د لږ عمر لرونکي يوازې راغلي کډوال ماشومان جرمني ته له راتګ وروسته د يوګندامت له لوري تر پالنې لاندې نيول کيږي. په دې مانا چې یوګندامت د دې کس د اوسېدلو د ځای او نورې چارو غمه خوري. البته هغه ماشومان چې له خپل مور او پلار يا بل سرپرست سره اوسيږي، له دوی سره د زورزياتي يا بد چلند پر مهال د يوګندامت تر ساتنې لاندې راتلای شي.
د ادغام کورس (Integrationskurs)
د ادغام کورس په جرمني کې د ژوند او ژبې د زدهکړې کورس دی. د دې کورس موخه دا ده چې جرمني ته له نوو راغلو کسانو سره مرسته وکړي څو په ورځني ژوند کې پر ځان متکي شي، کتار ومومي او له سيمهييزو خلکو سره اړيکې جوړې کړي. دا کورس دوې برخې لري: د ژبې کورس او د لوري موندنې کورس (Orientierungskurs). د ژبې کورس په معمول ډول ۶۰۰ ساعته دوام کوي او د B1 په ازموينه او سند په ترلاسه کولو پای ته رسيږي. وروسته د لوري موندنې کورس پيل کيږي، په کوم کې چې د جرمني د تاريخ، کلتور، ټولنې او قانون په اړه مالومات ورکول کيږي. دا کورس هم په يوه ازموينه پای ته رسيږي. دا کورسونه نيمه وخته او پوره وخته دي او په اړه يې نور مالومات زموږ په بل څپرکي (انټګراڅيون کورس) کې لوستلای شئ.
K
وېشونکي کيلي (Königsteiner Schlüssel)
وېشونکي کيلي هغه د هغه توافق نوم دی چې په مرسته يې د جرمني په ايالتونو کې د مهاجرو وېش تنظيميږي. د هر ايالت د وګړو شمېر او د ماليې اندازه د هغه ايالت لپاره د مهاجرو په ونډه کې برخليک ټاکونکی رول لري.
د مهاجرو ونډه (Kontingentflüchtling)
د مهاجرو ونډه هغه کسان دي چې د جرمني د حکومت يا اروپايي ټولنې له لوري د يوه خيريه ګام په ترڅ کې، له بحراني سيمو څخه په مستقيم ډول جرمني ته راوړل کيږي. دا کسان اړ نه دي چې د پنا غوښتنه وکړي او له رارسېدو سره سم د استوګنې قانون د ۲۳ او ۲۴ مادې له مخې د استوګنې اجازه ورکول کيږي. پر دې بنسټ جرمني ته د راوستل کېدونکو کسانو شمېر محدود دی.
N
د دايمي استوګنې اجازه (Niederlassungserlaubnis)
د دايمي استوګنې او اوسېدنې اجازه په جرمني کې د اوسېدنې د اجازې دوه ډولونه دي چې دلته د پاته کېدو پر مهال ورکول کيږي. د دايمي پاته کېدو اجازه د اوسېدنې د اجازې پر خلاف د وخت محدوديت نه لري. د دې اجازې له مخې کډوال کولای شي په دايمي ډول په جرمني کې پاته شي؛ کار وکړي او يا پیسې وګټي. د مهاجرت او کډوالو فدرالي اداره له درې کالو وروسته هغو کسانو ته د اوسېدو دايمي اجازه ورکوي چې د استوګنې اجازه يې نه وي کنسل شوې.
د فرعي خونديتوب لرونکي مهاجر يا نور کسان کولای شي له پينځه کالو وروسته د اوسېدنې دايمي اجازه ترلایه کړي. دا کار هغه وخت کيږي چې په ښه توګه په جرمني ژبه خبرې وکړای شي؛ د جرم سابقه ونه لري او په تېره موده کې يې کار کړی وي. د لوړ تخصص لرونکي کسان کولای شي دا اجازه ژر ترلاسه کړي.
O
اداري تخلف (Ordnungswidrigkeit)
اداري تخلف له قانون څخه د سرغړونې يو کوچنی ډول دی. دا ډول تخلف جزا نه لري خو نغدي جريمه لري. د دې تخلف يوه ښه بېلګه له ترافيکي قوانينو سرغړونه او يا هم ځان نه ثبتول دي.
P
د قضايي پروسې د لګښت مرسته (Prozesskostenhilfe)
د قضايي پروسې لګښت هغه مرسته ده چې د لږ عايد لرونکو کسانو ته د محکمې د لګښت لپاره ورکول کيږي. په ځانګړو قضايي پروسو کې دولت د دې ډول کسانو د وکيل او محکمې لګښتونه پر غاړه اخلي. په دې اړه زيات مالومات زموږ په مالوماتي څپرکي (د قضايي پروسې لګښتونه) کې لوستلای شئ.
R
د اوسېدنې په ځای کې د پاته کېدو مکلفيت (Residenzpflicht)
د اوسېدنې په ځای کې د پاته کېدو مکلفيت (Residenzpflicht) له مخې کډوال او د زغمل شوې استوګنې سند يا ډولډونګ لرونکي کسان اړ دي چې په جرمني کې د خپلې استوګنې په لومړيو درېيو مياشتو کې د خپلې استوګنې په سيمه کې پاته شي. د بهرنيانو چارو اداره يا اوسلنډربېهورده کولای شي په دې سيمه کې ستاسې اړوند ښار يا ټول ايالت شامل کړي. وروسته بيا دا سيمه ستاسې د اوسېدونې په لنډمهالي سند (Aufenthaltsgestattung) یا ډولډونګ کې ليکل کيږي. له يادې شوې سيمې څخه د وتلو لپاره بايد له اوسلنډربېهورده څخه اجازه واخلئ. که له يوه وکيل سره ګورئ او يا د ځانګړې درملنې لپاره بل ځای ته سفر کوئ، دا اجازه درکول کيږي. په عمومي ډول د شخصي سفرونو لپاره له دې سيمې د باندې تګ رديږي. که څوک له اجازې پرته له دې سيمې ووزي، ښايي جريمه شي او که بيا بيا دا کار وکړي، له قانوني چلند سره مخ کيږي.
S
د ځانګړي خونديتوب حق (Schutzbedürftigkeit)
په جرمني کې د خلکو ځينې ډلې د ځانګړي خونديتوب مستحق ګڼل کيږي. د دې ډلو په اړه ځينې قوانين هم په بېله بڼه پلي کيږي. په کډوالو کې د ځانګړي خونديتوب په مستحقو کسانو کې واړه ماشومان، کمعمرهبې سرپرسته کسان، معلولان، زاړه کسان (له ۶۵ کالونو د لوړ عمر لرونکي) امېدوارې مېرمنې، يوازې ميندې يا يوازې پلرونه، د انساني قاچاق قربانيان، د سختو ناروغيو لرونکي کسان، د اروايي ناروغيو لرونکي، د تجاوز او شکنجې قربانيان او يا د بل ډول رواني او جسمي تاوتريخوالي قربانيان شامل دي. دا کسان حق د نورو په پرتله د ښې پاملرنې مستحق دي.
درېيم خوندي هېوادونه (Sichere Drittstaaten)
ويزه د دولت له لوري ورکول کيږي او هېواد ته د ورتللو، سفر کولو او پاته کېدلو لپاره د يوه بهرني کس حق تاييدوي. ويزه په معمول ډول په پاسپورت کې نښلول کيږي او د يوې ټاکلې مودې لپاره اعتبار لري.
اصلي امن هېوادونه (Sichere Herkunftsländer)
اصلي امن هېوادونه هغه هېوادونه دي چې فکر کيږي هلته ناسم سياسي او غيرانساني چلند نه کيږي. زيات مالومات پر (Sichere Herkunftsländer) موندلای شئ.
د ژوند د لګښتونو پوره کول (Sicherung des Lebensunterhalts)
د ژوند د لګښتونو پوره کول هغه حالت دی چې یو کس پکې د خپل ورځني ژوند لګښتونه خپله پوره کړي او له دولته مرسته ترلاسه نه کړي. په دې ډول بايد اړوند کس د خپل کور، کاليو، خوړو، بيمې او نورو اړينو توکو لپاره کافي پیسې په خپله پيدا کړي. د کافي (Ausreichend) مانا دا ده چې لږ تر لږه هومره پیسې ولري چې په معمول ډول يې له جابسنټر څخه ترلاسه کوي.
سوسيالي مرسته (Sozialhilfe)
سوسيالي مرسته هغه دولتي مرسته ده چې له بېوزلو يا لږ عايد لرونکو کسانو سره کيږي. په دې ډول د بېوزلۍ او له ټولنې د دې کسانو د لرې کېدو مخه نيول کيږي. د بېکارۍ ددوهم ډول پیسو (Arbeitslosengeld II) پر خلاف دا مرسته له هغو کسانو سره کيږي چې په منظم ډول کار نه شي کولای. د بېلګې په توګه هغه کسان چې ناروغ دي او يا هم د خپلو بچيانو پالنه کوي. په دې توګه سوسيالي مرسته د هغو کسانو لپاره ده چې په ورځ کې له ۳ ساعتونو کم کار کولای شي. د دې مرستې بنسټ د (SGB XII) قانون دی او د سيمهييزو ښارواليو له لوري ورکول کيږي.
د ټولنيزو بيمو د ونډو ورکوونکي کارکوونکي (sozialversicherungspflichtig beschäftigt)
ټول هغه کسان چې په مياشت کې له ۴۵۰ يورو زيات عايد لري، بايد ټولنيزې بيمې ورکړي. د ټولنيزو بيمو ورکړه په دې مانا ده چې اړوند کس بايد د بېکارۍ ، روغتيا، حادثو، تقاعد او اوږدمهاله پالنې د بيمو ونډه ورکړي. په دې اړه زيات مالومات زموږ په مالوماتي څپرکي (ټولنيزې بيمې) کې لوستلای شئ.
فرعي خونديتوب (subsidiärer Schutz)
دا ډول خونديتوب هغو کسانو ته ورکول کيږي چې په خپل هېواد کې له شکنجې، اعدام يا بل ستر ګواښ سره م وي. هغو کسانو ته هم دا ډول خونديتوب ورکول کيږي چې د نړيوالو يا سيمهييزو جګړو له کبله يې ژوند ته ګواښ وي او له دې کبله يې خپل هېواد پرېايښی وي. په دې اړه نور مالومات زموږ په مالوماتي څپرکي (په جرمني کې د استوګنې اجازې ډولونه) کې لوستلای شئ.
شېنګن هېوادونه (Schengen-Länder)
شېنګن هېوادونه هغه هېوادونه دي چې د شېنګن تړون يې لاسليک کړی وي. د دې هېوادونو تر منځ د پولو کنټرول نشته او خلک يې ازاد تګ راتګ کولای شئ. د دې هېوادونو لړ پر (auswaertiges-amt.de) وېبسایټ لوستلای شئ.
U
د استوګنې ځای بدلول (Umverteilung)
که د پنا غوښتونکي او يا ډولډونګ لرونکي کسان وغواړي په جرمني کې له يوه ځای نه بل ته ولېږدي يا کډه وکړي، بايد د بهرنيانو چارو ادارې يا اوسلنډربېهورده ته د لېږد غوښتنليک (Umverteilungsantrag) وړاندې کړي. د پناغوښتونکو لپاره د مرستې اخيستونکي بايد دوی ته په ټاکل شوي ځای کې پاته شي. دې قانون ته (Wohnsitzauflage) وايي. بل ځای ته د کډه کولو اجازه ډېرو کمو کسانو ته ورکول کيږي. په دې ډله کې هغه کسان شامل دي چې مېړه/ښځه يا واړه ماشومان يې بل ځای اوسيږي. له دې پرته ښايي د نورو کسانو د کډه کولو يا بېځايه کېدلو اجازه رد شي. البته هغو کسانو ته هم اجازه ورکول کيږي چې د کورنۍ بل ناروغ غړی يې په بله سيمه کې اوسيږي او دوی غواړي پالنې ته يې هلته ورشي. هغه کسان چې د يوې ناروغۍ د ځانګړي متخصص ځای ته د نږدې کېدلو لپاره کډه کوي، ښايي اجازه ورکړل شي. که د چا غوښتنه رد شي، کولای شي اداري محکمې ته شکايت وکړي. البته په محکمه کې د بريا چانس کم دی.
له ۲۰۱۶ کال راهيسې ايالتونو ته دا حق ورکول شوی دی چې قبول شوي کډوال هم تر درې کالونو پورې په اړوند ايالت کې وساتي. هغه کډوال چې حرفوي زدهکړې يا اوسبیلډونګ يا هم لوړې زدهکړې کوي او يا هم بل داسې ځای کار پيدا کړي چې په اونۍ کې له ۱۵ ساعتونو زيات وي او د ټولنيزو بيمو ونډه ورکړي، کولای شي د اوسېدو سيمه بدله کړي.
کمعمره بېسرپرسته ماشومان unbegleitete minderjährige Flüchtlinge يا umF
کمعمره بېسرپرسته ماشومان هغه ماشومان دي چې عمر يې له ۱۸ کالونو کم وي او جرمني ته له مور او پلار يا سرپرست پرته راغلي وي او يا دلته پرېښوول شوي وي. د جرمني د ماشومانو اداره يا يوګندامت د دې ماشومانو د پالنې او ساتنې مسؤوليت لري. په دې اړه بشپړ مالومات زموږ په مالوماتي څپرکي (کمعمره بېسرپرسته ماشومان) کې کتلای شئ.
V
اداري محکمه (Verwaltungsgericht)
اداري محکمه له حکومتي ادارو يا چارواکو څخه د شکايت ارزولو مسؤوليت لري. د بېلګې په توګه که څوک غواړي له بامف څخه د پناغوښتنې د رد له کبله شکايت وکړي، دې محکمې ته مراجعه کولای شي.
ويزه (Visum)
ويزه یو ډول سند دی چې د هېوادونو له لوري ځينو کسانو ته هغه هېواد ته د ورتګ د اجازې لپاره ورکول کيږي. د دې سند په مرسته اړوند هېواد کې د يوې ټاکلې مودې لپاره پاته کېدلای او ګرځېدلای شئ. ويزه په معمول ډول په پاسپورت کې لګول کيږي.
قانوني عمر لرونکي (volljährig)
هغه کسان چې قانوني عمر ته رسېدلي وي، په رسمي توګه بالغ ګڼل کيږي. قانوني عمر لرونکی کس په خپله د پرېکړو کولو اجازه لري او په بشپړه توګه د خپلو کړنو مسؤول دی. په جرمني کې اتلس کلنۍ ته له رسېدو سره سم يو کس قانوني عمر لرونکی ګڼل کيږي.
Z
وېشنه (Zuweisung)
د استوګنې دايمي اجازه په جرمني کې د استوګنې نامحدوده اجازه ده او د ترلاسه کولو لپاره يې بايد ځينې شرطونه پوره شي. په دې اړه بشپړ مالومات، په دې اړه زموږ په مالوماتي څپرکيو کې موندلای شئ.