د لنډمهالي کاري تړون (befristeten Arbeitsvertrag) له مخې ستاسې د کار يا دندې موده تر ټاکلې مودې پورې وي او د تړون د پای نېټه مالومه وي. د دې نېټې په رارسېدو سره ستاسې کاري اړيکې په اتومات ډول پای ته رسيږي. ځکه نو د دې ډول تړونونو د پای ته رسېدو پر مهال د تړون لغوه کېدو اړتيا هم نه پېښيږي. د دايمي کاري تړون (unbefristeten Arbeitsvertrag) لپاره د پای نېټه نشته. که اړتيا وي؛ دا ډول تړون بايد د په خپله د کار ورکوونکي يا کارکوونکي له لوري لغوه شي.
پاملرنه: که ډاډه نه ياست چې د خپل لنډمهالي کاري تړون له پای ته رسېدو وروسته بله دنده مومئ؛ بايد د کار ادارې يا اربایتساګنتور ته د تړون له پای نه درې مياشتې مخکې خبر ورکړئ. که دا کار ونه وکړئ؛ ښايي د بېکارۍ درکول کېدونکې پیسې (Arbeitslosengeld) مو کمې شي.