د (LGBTIQ) توري یو انګليسي مخفف دی چې د بېلابېلو غير معمول جنسیتي هويتونو له نومونو اخستل شوی دی. په جرمني کې ځينې وخت (LSBTTIQ) يا (lesbisch, schwul, bisexuell, transgender, transsexuell, intersexuell, queer) کارول کيږي. په دې ډله کې L د Lesbian(هغه ښځه چې ښځې يې خوښيږي)، G د Gay (هغه نر چې نران يې خوښيږي)، B د Bisexual (هغه کسان چې دواړه نر يا ښځې يې خوښيږي)، T د Transgender (هغه کسان چې د خپل ټاکل شوي جنسيت مخالف جنسيت لري)، دوهمه T د transsexuell (هغه نارينه يا ښځينه چې خپل جنسيت يې د هورمن او عملياتو په مرسته بدل کړی وي)، I د Intersex (هغه کسان چې د نارينه او ښځينه دواړه جنسي اندامونه ولري) او Q د Queer (ټول هغه کسان چې هېڅ ډول دوديز جنسي هويت نه لري) مخففونه دي. د هېڅ جنسيت نه لرونکي کسان لږ جنسي لېوالتيا لري او يا يې هېڅ نه لري. دلته + نښه په ډاګه کوي چې ښايي نور جنسي هويتونه هم موجود وي.
بېلابېل جنسيتي هويتونه (LGBTQIA+)
په جرمني کې د مختلفو جنسيتي هويتونو د لرونکو کسانو حقونه څه دي؟
په جرمني کې جنسي لېوالتيا او هويت شخصي موضوعات دي او دولت د خلکو د شخصي ټاکنې د درناوي او خونديتوب دنده پر غاړه لري. دا په دې مانا ده چې د لويانو تر منځ په خپله خوښه د همجنسبازۍ يا نورو جنسي اړيکو اړوند کړنو تر سره کول جرم نه ګڼل کيږي. د دې لپاره چې د مختلفو جنسیتي هويتونو لرونکو کسانو روغتيا خوندي وساتل شي؛ د جرمني دولت په دې اړه ځينې قوانين تصويب کړي دي. له دې سره سره اوس هم له دې کسانو سره په ځينو برخو کې تبعيض کيږي. دلته د دوی د حقونو په اړه مالومات او د تبعيض پر وړاندې د غبرګون لارې چارې موندلای شئ.
د (LGBTIQ) حقونه او ملاتړ
مهم
که څوک له تبعيض يا ځورونې سره مخ شي؛ خامخا دې د مرستې غوښتنه وکړي. د جرمني قانون د تبعيض، ځورونې او توهين پر وړاندې ستاسې پر خوا دی. د مرستې ترلاسه کولو لپاره يوه له يوه مشورتي مرکز يا تبعيض ضد ادارې سره اړيکه ونيسئ.