مينيجاب يوه جانبي دنده ده چې په وسيله يې هره مياشت له ۴۵۰ يورو د زياتو پیسو ګټلو اجازه نه لرئ. مينيجاب هغو دندو ته هم وايي چې د لنډ مهال لپاره وي او له څو اونيو يا مياشتو وروسته ختميږي. په دې توګه مينيجاب دوه ډوله دی:
- د معاش له مخې په مينيجاب کې هره مياشت له ۴۵۰ يورو او يا په ټول کال کې له ۵٫۴۰۰ يورو د زيات معاش ترلاسه کولو اجازه نه لرئ. په دې ډول ښايي په يوه مياشت کې له ۴۵۰ یورو زياتې يورو واخلئ خو په بله کې بيا بېرته دا کچه راکمه شي څو پورته ياد شوی بېلانس برابر شي. په دې معاش کې د رخصتۍ يا نوي کال د ډاليو په شان په يوه ځل اخيستل کېدونکې پیسې هم شاملې دي.
- د لنډمهاله دندې (kurzfristigen Beschäftigung) له مخې په مينيجاب کې له درې مياشتو د لږ وخت لپاره کار کوئ. يا هم په اونۍ کې له ۵ ساعته او يا هم په ټول کال کې ۷۰ ورځې داسې کار چې په اونۍ کې له پينځو ورځو کم وي. په دې موده کې د معاش اندازه مهمه نه ده خو بايد اړوند کس يوازې د لنډ مهال لپاره کار وکړي.