په جرمني کې ګڼ دولتي او خصوصي بنسټونه، پوهنتونونه، فدرالي حکومت او ښارونه د زدهکوونکو لپاره سکالرشيپونه وړاندې کوي. په دې کې ځينې يې د کډوالو لپاره ځانګړي دي. ډېر سکالرشيپونه د پوهنتون فيس او د ژوند لګښتونه تر پوښښ لاندې نيسي. په خواشينۍ چې د ټولو وړاندې کېدونکو سکالرشيپونو لپاره يو جامع ډاټابېس نشته خو د جرمني د اکاډميکې تبادلې اداره (DAAD) د بهرنيو زدهکوونکو لپاره يو غوره ډاټابېس لري. که جرمني مو ښه زده وي؛ د زدکړو د وړ پروګرام موندلو لپاره MyStipendium يا Stipendienlotse وېبسایټ وګورئ. ډېر سکالرشيپونه د بنسټونو يا موسسو له لوري وړاندې کيږي. د دې سکالرشيپونو په اړه مالومات د دې بنسټونو يا سازمانونو د اتحاديې پر وېبسایټ موندلای شئ. په پوهنتون کې له شاملېدو وروسته هم د محصلينو له اتحاديې يا شبکې او استادانو څخه د سکالرشيپونو په اړه مالومات تر لاسه کولای شئ.
په جرمني کې د زدهکړو تمويل
څنګه کولای شم د زدهکړو لګښتونه ورکړم؟
که غواړئ د جرمني په پوهنتونونو کې زدکړه وکړئ؛ ښايي د تمويل په اړه يې پوښتنې ولرئ. له نېکه مرغه د جرمني ډېری عامه پوهنتونونه د زدکړو لپاره هېڅ يا ډېر لږ لګښت (Studiengebühren) اخلي؛ ځکه د دولت له لوري يې مالي ملاتړ کيږي. له دې سره سره د کتابونو او نورو درسي موادو د اخستلو لپاره پیسو ته اړتيا ده. د هر سمستر په سر کې د سمستر د ونډې (Semesterbeitrag) لګښت ورکول کيږي او داپیسې د کافټريا، د محصلينو ليليې، اداري خدمتونو او نورو ورته فعاليتونو لپاره کارول کيږي. پر دې سربېره د اوسېدلو د ځای کرايه، خوراک څښاک او کتابونه پېرل هم ستاسې پر غاړه دي. ټول پوهنتونونه د محصلينو لپاره ارزانه ليليې لري. د محصلينو لپاره په عامه ترانسپورت، کلتوري غونډو او نورو برخو کې ګڼ تخفيفونه په پام کې نيول کيږي.
ستاسې مالي حالت ته کتو د زدکړو لپاره ګڼ مالي امکانات شته. د محصلينو لپاره د کار تر څنګ ډېر محصلين د زدکړو لپاره دولتي قرضې تر لاسه کوي چې بافوګ يې بولي. د دې تر څنګ د جرمنيانو او بهرنيانو ټولو لپاره ګڼ سکالرشيپونه او نور ملاتړي پروګرامونه هم شته.
که تاسې د بافوګ ترلاسه کولو مستحق نه ياست؛ د زدکړو پرمخ بېولو لپاره ځينې نورې آسانتياوې هم شته. له دې ډلې سکالرشيپونه يا تحصيلي برسونه، ځانګړې قرضه، يا فرعي کار (Nebenjob) يادولای شو. له دې ډلې ډېر يې يو له بل سره د يوځای هم اخستلای شو.
زما لپاره د لوړو زدهکړو کوم فرصتونه شته؟
مهم
د ډېر تحصيلي بورسونو ترلاسه کولو لپاره په سياسي او رضاکارانه فعاليتونو کې ګډون ډېر ګټور دی. د بېلګې په توګه که د يوې رضاکاره ټولنې غړی او يا هم يو رضاکار اوروژونکی ياست، ښايي په اسانۍ يو سکالرشيپ ترلاسه کړئ.