دا چې په جرمني کې څوک، د ژوند له کوم ډول اجازې سره د کار اجازه لري او څوک يې نه لري؛ زموږ په بل مالوماتي څپرکي د کار اجازه کې يې ولولئ.که په جرمني کې د لوړو زدهکړو ويزه لرئ؛ کولای شئ په کال کې يوازې ۱۲۰ بشپړې ورځې او يا ۲۴۰ نيمه ورځې کار وکړئ. کله چې د ۱۲۰ ورځو له حده تېر شئ؛ بايد د بهرنيانو چارو اداره (Ausländerbehörde) خبره کړئ. په ياد مو وي چې پرکتيکوم يا عملي کار هم د نورمال کار په توګه ګڼل کيږي؛ که څه هم د ترسره کولو پر مهال يې معاش درنه کړل شي. د پرکتيکوم وخت هم بايد له ۱۲۰ ورځو زيات نه شي البته که څوک الزامي پرکتيکوم ترسره کوي؛ بيا دا محدوديت نشته.
په جرمني کې د محصلانو لپاره کار
محصلان د څومره پیسو ګټلو او کار کولو اجازه لري؟
که څوک زدهکړه کوي او د بافوګ (BAföG) په شان مالي ملاتړ نه لري؛ ښايي د تحصيل تر څنګ کار او پیسو ګټلو ته هم اړ شي څو وکولای شي خپل خرڅ او خوراک برابر کړي. په داسې حالاتو کې فرعي دنده يا (Nebenjob) ترسره کولای شئ. دا مهمه نه ده چې تاسې په خپله راتلونکې مسلکي څانګه کې کار کوئ که نه، خو دا ډول دنده د کاري تجربې او پیسو تر څنګ د ګټورو اړيکو جوړولو لپاره هم ښه ده. د داسې دندو ترسره کولو پر مهال ښايي له ځينو پوښتنو سره مخ شئ. د بېلګې په توګه، بيمه به مې څوک ورکوي؟ دا دنده پر بافوګ څه اغېز لري؟ دلته دې او دې ته ورته نورو ګڼو پوښتنو ته ځوابونه وايو.
يادونه: د ښوونځيو زدهکوونکي د کار اجازه نه لري.
په څه بايد ځان وپوهوم؟
مهم
پام مو وي چې د دندې پلټلو او اخستلو پر مهال شرطونو ته پام وکړئ. ځينې شرطونه سخت او ناوړه وي. ډېر وخت کار ورکوونکي، له محصلينو ګټه اخلي او د تر ټولو لږ مزد څخه هم کمې پیسې ورکوي. ځينې نور بيا پر دوی د کار ازمويښتي دورې ترسره کوي او پیسې نه ورکوي يا بيخي لږ ورکوي. په داسې حالتونو کې په خپل پوهنتون کې د محصلينو له اتحاديې مشوره او مرسته وغواړئ.