د زدهکړو او مسلک د بهرنيو سندونو رسمي کول
آيا غواړئ خپل بهرنی مسلکي سند په جرمني کې رسمي کړئ او په دې اړه پوښتنې لرئ؟ د IQ (Integration durch Qualifizierung) ادارې څخه په دې اړه مشوره او مالومات ترلاسه کولای شئ. د دې ادارې کارکوونکي ستاسې سره د سندونو د رسمي کولو په پروسه کې مرسته کوي. پر www.netzwerk-iq.de په خپل شاوخوا کې د IQ يو مشورتي دفتر موندلای شئ. هلته دا هم کتلای شئ چې دوی په کومه ژبه خبرې مشورې ورکوي. د دوی مشوره ښايي مخامخ، د ټليفون او يا برېښناليک له لارې وي او لګښت نه لري.
د مسلکي سندونو د رسمي کولو په اړه پوښتنې لرئ؟ د IHK Fosa له ادارې څخه په دې اړه پوښتنه کولای شئ. که اړتيا وي له دوی سره مخامخ هم ليدلای شئ. د دې ادارې کارکوونکي له دوشنبې تر پنجشنبې هره ورځ د سهار له ۹ د غرمې تر ۱۲ بجو او د ماسپښين له ۲ بيا د مازديګر تر ۵ بجو، او د جمعې په ورځ د سهار له ۹ د ماسپښين تر ۲ بجو ستاسې اړيکو ته په (۰۹۱۱۸۱۵۰۶۰) شمېره يا ([email protected]) برېښناليک ځواب درکوي. دوی یوازې په جرمني ژبه خبرې کوي او مشوره يې وړيا ده. البته د ټليفوني اړيکې لګښتونه بايد خپله ورکړئ.
د کار حقونه
که د کار له خاوند یا شرکت سره ستونزه لرئ، کولای شئ د (Faire Integration) ادارې له مشورتي څانګو سره اړيکه ونيسئ. د دې ادارې کارکوونکي په ګڼو ژبو خبرې کوي او وړيا مشوره درکوي. په خپله سيمه کې د دې ادارې يوه څانګه پر (faire-integration.de) وېبسایټ موندلای شئ. دوی همدا شان کولای شي تاسې ته یو وکیل دروپېژني، څو د سترو ستونزو پر مهال له تاسې دفاع وکړي.
حرفوي او لوړې زدهکړې
آيا غواړئ لوړې يا حرفوي زدهکړې ترسره کړئ؟ د پوهنتون او اوسبیلډونګ په اړه پوښتنې لرئ؟ د (Make it German) وېبسایټ په مرسته کولای شئ په انلاين ډول په دې اړه مالومات ترلاسه کړئ. د دې ادارې کارکوونکي خپله محصلين وو او يا دي او په جرمني او عربي ژبو خبرې کوي. که غواړئ له دوی مشوره او پوښتنو ته ځوابونه وغواړئ؛ دا فورمه ډکه کړئ. د دې ادارې مشوره وړيا ده.
د جرمني ژبې زدهکړه
- د جرمني ژبې د زدهکړې لپاره کتابونو يا درسي توکو ته اړتيا لرئ. پر دې وېبسایټ کولای شئ په خپل شاوخوا کې يو عامه کتابتون ومومئ. کولای شئ هلته ځان راجستر کړئ او د کتابونو په ګډون نور درسي مواد پور کړئ او يا يې همالته ولولئ. په ډېری کتابتونونو کې د جرمني ژبې د زدهکړې لپاره ډول ډول کتابونه او نور توکي موندلای شئ.په دې اړه زيات مالومات د کډوالو لپاره د کتابتون د وړانديزونو پر وېبسایټ موندلای شئ.
- که په خپل شاوخوا کې د انټګراڅيون کورس په لټه کې ياست؛ د (Kursnet) وېبسایټ ته ورشئ او جرمني ژبې د کورسونو، انټګراڅيون يا يوځای کېدنې کورسونو، د دندو لپاره د ژبې د کورسونو او نورو ورته مرکزونو لټون وکړئ. د (WebGis) پر وېبسایټ هم کولای شئ د ادغام د کورسونو لټون وکړئ. - که نه شئ کولای د انټګراڅيون په کورسونو کې ګډون وکړئ؛ کولای شئ زموږ په بل مالوماتي څپرکي، د جرمني ژبې زدهکړه کې د ډېرو وړيا کورسونو، د ژبو د قهوهخانو (Sprachcafés) او نورو موادو اړوند لېنکونه او پتې ومومئ.