که څوک د استوګنې لنډمهاله يا لومړنی سند (Aufenthaltsgestattung bzw. einen Ankunftsnachweis) ولري، د کار بازار ته لاسرسی يې محدوديږي. په داسې حالاتو کې د آزاد کاروبار اجازه هم نشته. په عمومي ډول د کار کولو لپاره بايد له اوسلنډربېهورده ادارې څخه د کار د اجازې غوښتنه وشي.
پنا غوښتونکي يوازې هغه وخت د کار اجازه ترلاسه کولای شي چې په جرمني کې يې لږ تر لږه درې مياشتې وتلې وي او نور د مهاجرو د منلو په لومړيو مرکزونو (Erstaufnahmeeinrichtung) کې ونه اوسي. که څوک لا هم په لومړنيو کمپونو کې ژوند کوي، د کار اجازې ترلاسه کولو لپاره بايد ۹ مياشتې انتظار وکړي. که څوک واړه ماشومان ولري، دا موده ورته ۶ مياشتې کيږي.
هغه کسان چې دوبلين کيږي او له همدې کبله يې د پنا غوښتنه رديږي، د کار اجازه نه ورکول کيږي. همدا شان هغه کسان چې له درېيمو خوندي هېوادونو راغلي وي او د ۲۰۱۵ کال د اګست مياشتې له ۳۱مې نېټې وروسته يې د پنا غوښتنه رد شوې وي، د کار اجازه نه ورکول کيږي. د خوندي هېوادونو په اړه نور مالومات زموږ په بل څپرکي (خوندي هېوادونه) کې لوستلای شئ.
مهم: د پناغوښتنې د پروسې په جريان کې د کار اجازه يوازې د يوه ځانګړي کار يا دندې لپاره ده او د هر کار لپاره نه شي کارېدای. ستاسې راتلونکی رييس يا د کار ورکوونکی بايد د دې دندې د شرايطو لپاره يوه فورمه ډکه کړي او تاسې خپله بايد له دې فورم سره د کار د اجازې غوښتنه وکړئ. د دې فورمو له ورکولو وروسته د بهرنيانو چارو يا اوسلنډربېهورده اداره اړه ده چې په دوو اونيو کې تاسې ته ځواب درکړي. که ځواب ترلاسه نه کړئ، له يوه مشورتي مرکز سره اړيکه ونيسئ. همدا شان کولای شئ په سيمهييزه محکمه کې هم يوه بېړنۍ عريضه وکړئ. په خپل شاوخوا کې يو مشورتي مرکز د (proasyl.de) پر وېبسایټ موندلای شئ.