د جرمني د رېل ادارې (Deutsche Bahn) ټرېنونه د جرمني ډېری ښارونه يو له بل سره تړي. چټک ټرېنونه (ICE او IC) د سترو ښارونو تر منځ تګ راتګ کوي او سيمهييز ټرېنونه يا (RE) چې يو څو ورو دي او د واړو ښارګوټيو تر منځ تګ راتګ کوي. په ډېرو ايالتونو کې له دې ادارې پرته د ټرېنونو نور سيمهييز شرکتونه هم کار کوي چې واړه ښارګوټي او کلي يو له بل سره تړي. د سفر پلانونه پر (bahn.de) وېبسایټ او يا په تمځايونو کې په نښلولو شوو مهالوېشونو موندلای شئ. د ټرېنونو ټکټونه د ټرېنونو په تمځايونو کې د ټکټونو په پلورنځيو، اتومات ماشينونو او يا انلاين ډول پر (د DB پر وېبسایټ) ترلاسه کولای شئ. که له سفر ډېر مخکې ټکټ واخلئ؛ ښايي ښه تخفيف (Sparpreis) ترلاسه کړئ.
په هر ايالت کې ګروپي ټکټونه، د اونۍ د پای ټکټونه او د سيمهييزو ټرېنونو ټکټونه هم شته. له شپږو کالونو د ټيت عمر ماشومان تل وړيا سفر کولای شي. پر (www.bahn.de) وېبسایټ د ټرېن ټکټونه په انلاين ډول پېرلای شئ. هغه کسان چې ډېر سفر کوي؛ کولای شي د (BahnCard) په نوم کارټونه واخلي چې په وسيله يې ارزانه ټکټونه ترلاسه کولای شئ.