د ماليې د حساب تصفيه (Steuererklärung)

څه ډول د خپلې ماليې حسابونه تصفيه کولای شم؟

د ماليې محاسبه او تصفيه (Steuererklärung) په عمومي ډول د عايد (Einkommenssteuer) مهمې ماليې ته اشاره کوي. دا ماليه له هغو پیسو اخستل کيږي چې تاسې يې د کال په اوږدو کې ترلاسه کوئ يا ګټئ. دا پیسې ښايي د يوه کارکوونکي يا مامور په توګه ستاسې معاش، عايد، د سوداګرۍ ګټه او يا هم د بېلګې په ډول د ساتل شوو پیسو سود او يا د کورونو کرايه وي. د ماليو د بېلابېلو ډولونو په اړه د مالوماتو لپاره زموږ بل څپرکی (د جرمني د ماليې سيستم) وګورئ.

د ماليې د تصفيې سندونه‌ په کال کې يو ځل د ماليې ادارې (Finanzamt) ته وړاندې کيږي. دا چې څوک بايد د ماليې د تصفيې سندونه ورکړي او که نه؛ له ځينو لاملونو سره اړه لري: د اصولو له مخې ازاد کارکوونکي او سوداګر يا شرکتونه بايد د ماليې حسابونه تصفيه کړي او ځان ډاډمن کړي چې خپل عايد يې د ماليې ادارې ته روښانه کړی دی او د هغو ماليه يې ورکړې ده. که څوک ګمارل شوی وي او دنده يا کار ولري؛ د کار ورکوونکې اداره يا کس به يې د عايد ماليه په اتومات ډول د (Lohnsteuer) ډول له معاش څخه کمه او د ماليې ادارې ته وليږي. په دې حالت کې د ماليې د تصفيې سندونو وړاندې کولو ته اړتيا نشته. البته بيا هم د ماليې د تصفيې سندونه وړاندې کول ګټور وي؛ ځکه ښايي د ماليې ادارې ښايي له تاسې ډېرې پیسې اخيستې وي. په دې ډول ښايي د ماليې د تصفيې له سندونو وړاندې کولو وروسته د ماليې اداره بېرته يو څه پیسې درکړي.

په څه بايد وپوهېږم؟

د عايد ماليه بايد چېرته تحويل کړم؟

د عايد څومره ماليه بايد ورکړم؟

تقاعد شوي کسان، زده‌کړيالان او نيمه‌وخت کارکوونکي هم د عايد ماليه ورکوي؟

څوک بايد د ماليې حسابونه تصفيه کړي؟

په خپله خوښه د ماليې د حسابونو تصفيه کول په زحمت ارزي؟

د کورنيو لپاره د ماليې کوم تخفيفونه شته؟

د ازاد کارکوونکي په توګه کوم شيان له خپل ماليه وړ عايد څخه کمولای شم؟

چېرته او څنګه د خپلې ماليې د تصفيې سندونه ورکولای شم؟

کومو مهلتونو ته بايد پام وکړم؟

که د ماليې حسابونه ډېر ناوخته تصفيه کړم؛ څه کيږي؟

که ماليه ورنه کړم؛ څه پېښيږي؟

د ماليې د حسابونو د تصفيې لپاره مرسته ترلاسه کولای شم؟

مهم

که څوک په جرمني کې ژوند کوي خو پیسې بهر په بل هېواد کې ګټي؛ بايد په جرمني کې د هغو پیسو ماليه هم ورکړي. د دې لپاره چې په دوو ځايونو کې ماليه وانه خستل شي؛ جرمنی له ډېرو هېوادونو سره د ماليې دوه‌اړخيز تړونونه لري. په دې اړه نور مالومات د ماليې د فدرالي‌وزارت پر وېبسایټ موندلای شئ.