که څوک له سملاسي ګواښ سره مخ وي؛ کولای شي د پوليسو ۱۱۰ شمېرې ته زنګ ووهي. پوليس به ستاسې نوم، پته او ستونزه وپوښتي او دستي به څو افسران د مرستې لپاره دروليږي څو له تاسې (او بچيانو) مو ساتنه وکړي. البته د جرمني د پوليسو د بېړنۍ اړيکې ځواب ويونکي يوازې په جرمني ژبه خبرې کوي. د پوليسو په اړه نور مالومات د پوليسو په څپرکي کې لوستلای شئ. که تاسې په جرمني ژبه خبرې نه شئ کولای، د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالي مرکز (Gewalt gegen Frauen) د مرستې شمېرې ته زنګ ووهئ. د دې ادارې کارکوونکي شپه او ورځ پر ليکه وي او په ګڼو ژبو خبرې کولای شي. دوی ته هر وخت په ۰۸۰۰۰۱۱۶۰۱۶ شمېره زنګ وهلای شئ.
له تاوتريخوالي سره مخ کسان په خپله مخامخ د پوليسو مرکزونو ته هم تللای او شکايت ثبتولای شي. که هلته د تګ لپاره له ځان سره څوک بېول غواړي؛ کولای شي له يوه ملګري/ې يا وکيل نه مرسته وغواړي. همدا شان له ځان سره يو ژباړن هم بېولای شئ. له دې پرته به پوليس د يوه ژباړن موندلو هڅه وکړي. که د تاوتريخوالي په پایله کې ټپونه ولرئ؛ غوره ده چې سملاسي يې په يوه ډاکټر درمنله او معاينه وکړئ څو د تاوتريخوالي د ثبوت لپاره شواهد ولرئ. د ثبوت لپاره د ټپونو يا داغونو عکسونه هم ډېر کارنده دي. په ناپېژانده او وړيا ډول د ټپونو د کتلو او ثبتولو لپاره ځينې مرکزونه هم کار کوي. په خپل شاوخوا کې د دې مرکزونو د موندلو لپاره د (Opfervereins WEISSER RING) ادارې له کارکوونکو وپوښتئ. د دې ادارې کارکوونکو ته هره ورځ د سهار له ۷ بيا د شپې تر ۱۰ بجو په ۱۱۶۰۰۶ شمېره زنګ وهلای شئ. دوی په انګليسي او جرمني ژبو خبرې کوي او مشوره يې وړيا ده.
که نه غواړئ شکايت ثبت کړئ او يا زړه نازړه ياست؛ يا هم غواړئ له چا سره په دې اړه خبرې وکړئ؛ کولای شئ له مشورتي مرکزونو مرسته وغواړئ. د بېلګې په ډول د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالي مرکز (Gewalt gegen Frauen) د مرستې شمېرې ته زنګ ووهئ. د دې ادارې کارکوونکي شپه او ورځ پر ليکه وي او په ګڼو ژبو خبرې کولای شي. دوی ته هر وخت په ۰۸۰۰۰۱۱۶۰۱۶ شمېره زنګ وهلای شئ. همدا شان د (www.frauen-gegen-gewalt.de) او (frauenhauskoordinierung.de) وېبسایټونو له لارې هم په خپل شاوخوا کې په خپله ژبه يو مشورتي مرکز موندلای شئ.
که په خپل کور يا د استوګنې په مرکز کې ځان ډاډه نه احساسوئ؛ کولای شئ د مېرمنو امن خونو (Frauenhaus) ته ورشئ. د ښځو امن خونې هغه کورونه دي چې له تاوتريخوالي سره مخ مېرمنې او د هغوی بچيان پنا پکې اخستلای شي. په دې ځايونو کې د ستونزو د حل تر پايه اوسېدای شئ. د دې خونو پتې پټې دي او هېڅوک مو نه شي موندلای. البته دا خونې هر ځای نشته او ځينې وخت خالي ځای نه پکې موندل کيږي خو د دوی کارکوونکي به يې هڅه وکړي چې په هر حال مو مرسته وکړي. پر دې وېبسایټ (www.frauenhauskoordinierung.de) کولای شئ په خپل شاوخوا کې د يوې امن خونې لټون وکړئ. د دې تر څنګ د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالي مرکز (Gewalt gegen Frauen) د مرستې شمېرې ته زنګ ووهئ. د دې ادارې کارکوونکي شپه او ورځ پر ليکه وي او په ګڼو ژبو خبرې کولای شي. دوی ته هر وخت په ۰۸۰۰۰۱۱۶۰۱۶ شمېره زنګ وهلای شئ.