په معمول ډول د لنډمهالې ګمارنې له شرکتونو سره د دندې د تړون لاسليکول آسان دي. له دې لارې تاسې ته آسانيږي چې د جرمني د کار له مارکېټ سره آشنا شئ. په بېلابېلو شرکتونو کې د کار کولو له لارې کولای شئ ډېره تجربه ترلاسه کړئ او د کار لپاره مسلکي اړيکې جوړې کړئ. ځينې وخت لنډمهاليکارکوونکي له کار وروسته په هماغه شرکت کې د منظم او دايمي کارکوونکي په توګه ګمارل کيږي. دا کار يوازې هغه وخت کيږي چې د لنډمهالې ګمارنې له شرکت سره د دې کسانو اوسنی قرارداد ختم شي او يا هلته استعفا ورکړي.
لنډمهالې ګمارنه ځينې زيانونه هم لري. هغه شرکت چې تاسې د لنډ مهالي خدمت لپاره ورلېږل کېږئ؛ ستاسې د کار لپاره د لنډمهالي شرکت ادارې ته پیسې ورکوي. د لنډمهالې ګمارنې دا شرکت د خپلې ګټې لپاره پیسې ګرځوي او تاسې ته له هغو لږ پیسې درکوي چې ښايي تاسې يې د اړوند شرکت د عادي مامور په توګه ترلاسه کړئ. د دې تر څنګ تاسې بايد وخت پر وخت خپل کارځای بدل کړئ او تل په يوه نوي دفتر او کارځای کې کار ترسره کړئ. ځينې وخت له کوره لرې بايد اوږده سفرونه هم وکړئ او اوږده کاري وختونه په پام کې ولرئ.