بلنليک کومه ځانګړې بڼه نه لري. دا ليک کېدای شي د يوه نورمال ليک په بڼه تيار شي. مهمه دا ده چې په ليک کې ټول اړين مالومات ځای پر ځای شي. که سوداګريز بلنيک لپاره بايد د شرکت رسمي ليک، لوګو او ټاپه وکارول شي او د شرکت يا اړوند سوداګريز بنسټ د مشر له لوري لاسليک شي.
د ليدلو يا شېنګن ويزې لپاره بلنليک لېږل
د ويزې لپاره بلنليک څه ډول لېږل کيږي؟
غواړئ د خپلې کورنۍ غړي، ملګري يا د کاروبار شريکان جرمني ته راوغواړئ؟ د درېيمو هېوادونو خلکو ته جرمني د ليدلو ويزې (Besuchervisum) ترلاسه کولو لپاره د نورو سندونو تر څنګ يو بلنيک (Einladungsschreiben) هم اړين دی. له دې ليک سره تاسې تاييدوئ چې يو ځانګړی کس جرمني ته راغواړئ. د دې ليک ليکلو لپاره بايد ځينې شرطونه پوره کړئ. دلته د دې شرطونو او بلنليک په اړه بشپړ مالومات درکوو. د ليدلو يا ملاقات د ويزې په اړه بشپړ مالومات زموږ په بل څپرکي (د ليدلو يا شېنګن ويزه) کې ولولئ.
په څه بايد وپوهېږم؟
Wichtig
په ياد مو وي بلنليک (Einladungsschreiben) او ژمنليک (Verpflichtungserklärung) يو له بل سره توپير لري. که راغوښتل کېدونکی کس د سفر او په جرمني کې د اوسېدو لپاره کافي پیسې ونه لري، پر بلنيک د پاسه بايد يو ژمنليک هم برابر کړئ. په دې اړه نور مالومات زموږ په بل مالوماتي څپرکي (د ليدلو د ويزې لپاره ژمنليک) کې لوستلای شئ.